د لاسرسي ځای

تازه خبر

سي پي جې: پاکستان دې نيولي خبريالان خوشې کړي


 د رسنیو د حقونو او دفاع سازمانونو ویلي دي چې په پاکستان کې خبریالان له یوشمېر کلونو راهیسې د محدودیتونو ښکار دي - پخوانی انځور.
د رسنیو د حقونو او دفاع سازمانونو ویلي دي چې په پاکستان کې خبریالان له یوشمېر کلونو راهیسې د محدودیتونو ښکار دي - پخوانی انځور.

د خبريالانو د خونديتوب نړیوالې کمېټې (سي پي جې) د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې نیولي خبريالان خوشې کړي.

کمېټې د اګست پر ۲۳مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، خبريالان جميل فاروقي او الياس سمو دې پرته له "شرط او ځنډ‌ه" خوشې شي.

جميل فاروقي د اګست پر ۲۳مه په کراچۍ کې تر هغه وروسته ګرفتار او اسلام اباد ته ولېږدول شو چې نوموړي پر يوټيوب او نورو ټولنيزو شبکو په خپرو کړيو ويډيوګانو کې د تحريک انصاف د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان په ملاتړ د څرګندونو پر وخت د پاکستان پر پوځ سختې نیوکې وکړې.

الياس سومو د اګست پر ۱۹مه د سيند په ټټه کې نیول شوی دی. پوليسو پر هغه د غيرقانوني وسلې ساتلو تور پورې کړی.

خو سي پي جې په خپل بيان کې ويلي چې د پاکستان حکومت دې د خبريالانو د نيولو لپاره "بهانې نه لټوي" او د بيان ازادۍ ته په احترام دې نیولي خبريالان خوشې کړي.

د اسلام اباد او سيند پوليسو رسنيو ته په ورکړيو جلا جلا بيانونو کې ويلي چې له ګرفتارو خبريالانو سره به قانوني چلند کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG