د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ۱ پولیس او ۱ وسلوال وژل شوی دی


په شمالي وزیرستان کې یو سرتېری د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې یو سرتېری د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې وسلوالو یو پولیس سرتېری وژلی دی او د پنجاب په میاوالۍ کې پولیسو پر تاڼې د وسلوالو برید ناکامه کړی دی.

د میرلي تاڼې د جنورۍ پر ۳۱مه په بیان کې ویلي دي چې وسلوالو د سې شنبې (نهې) ماخوستن مهال د میرلي د اېپي سیمې پر اوسېدونکي پولیس سرتېری خورشید داوړ برید وکړ او هغه یې وواژه.

په بیان کې راغلي دي چې د نامعلومه وسلوالو پرضد یې مقدمه دایره کړې ده.

د داوړ د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې.

دا روان کال په شمالي وزیرستان کې دویم هدفي برید دی. په ۲۰۲۲ز کال کې په هغه ضلع کې ۴۷ هدفي حملې شوې وې چې پکې تر ۶۰ زیات مشران، ځوانان، سياستوالان، ديني عالمان او سرتېري وژل شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې سیاستوالانو، فعالانو، ځايي مشرانو او د ضلعې اوسېدونکو د تېر کال له اوړي راهیسې د زیاتېدونکې ناامنۍ پر ضد احتجاجونه، پرلتونونه او جرګې کړي او له حکومته يې د امنيت ټينګښت غوښتني کړي.

خو انتظاميه وايي، په سيمه کې یې د امنیت لپاره اقدامات کړي دي او پولیس او ځواکونو د وسلوالو پرضد عملیاتو ته هم دوام ورکړی دی.

په همدې حال کې په شمالي وزيرستان کې يو امنيتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې تازه یې په سیمه کې د وسلوالو پر ضد کاروايي کړې ده.

ده وویل چې امنیتي ځواکونو د جنورۍ پر ۳۱مه د میرلي په خدري سیمه کې د ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان یو ځايي قوماندان علیم خان وژلی دی. خو هغې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په میاوالۍ کې پر تاڼه برید

په همدې حال کې د پنجاب پولیسو په میاوالۍ کې پر تاڼه د وسلوالو د برید ناکامولو دعوه کړې ده.

د پنجاب پولیسو د جنورۍ پر ۳۱مه ماخوستن مهال پر رسمي ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې "ترهګرو پر مکړوال تاڼه برید" وکړ خو د سرتېرو د ځوابي کاروایۍ له کبله بریدګر "وتښتېدل."

بیان زیاتوي چې د میاوالۍ د پولیسو مشر محمد نوید له "اضافي سرتېرو سره د پېښې ځای" ته ورسېد.

د بريد ذمه واري تحريک طالبان پاکستان ډلې منلي ده.

د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په بیان کې پر تاڼې د حملې ناکامولو لپاره د پنجاب پولیس ستایلي دي.

په میاوالۍ کې پر تاڼې حمله پر داسې مهال شوې ده چې د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې ۹۵ کسان ووژل او ۲۲۱ ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې ده.

د هغې حملې په غبرګون د خیبر پښتونخوا حکومت د جنورۍ پر ۳۱مه په ټوله صوبه کې ماتم اعلان کړ.

چارواکي وايي، په ۲۰۲۲ز کې په خيبر پښتونخوا کې ۴۹۴ وسلوال بریدونه شوي ول چې پکې یې ۱۱۹ پولیس سرتېري وژل شوي او ۱۱۲ ژوبل شوي ول.

له هغو څخه یې د زیاتره حملو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري د جنورۍ پر ۳۱مه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې د پولیسو "مورال لوړ دی" او دا به "ثابتوي چې د امنیت ټینګښت ذمه واري" د پولیسو ده.

په همدې حال کې د پوځ د کورکمانډارنو په غونډه کې هم پر امنیتي وضعیت بحث شوی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جنورۍ پر ۳۱مه په بیان کې ویلي دي چې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ په غونډه کې د پېښور پر ځانمرګي برید بحث وشو او پوځ ژمنه وکړه چې پکې به "ککړو کسانو ته عبرتناکه سزا" ورکوي.

XS
SM
MD
LG