د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارسده کې پر پولیسو د طالبانو تر برید وروسته د لټون عملیات روان دي


په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کې پر پولیسو حملې زیاتې شوې دي - پخوانی انځور.
په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کې پر پولیسو حملې زیاتې شوې دي - پخوانی انځور.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په چارسده کې یې په يو برید کې د یو پولیس تر وژنې وروسته د لټون عملیات پیل کړي دي.

د چارسدې پولیسو مشر سهېل خالد د جنورۍ پر ۲۱مه رسنيو ته په لېږدولي ويډيو بیان کې ويلي چې پر موټرسايکل سپرو وسلوالو د شنبې یا خالي پر ماښام د زرداد ډېرۍ پر څوکۍ پر ولاړو پولیسو ډزې وکړي، يو یې وواژه او دوه یې زخميان کړل.

د هغه په وينا، د پولیسو په ډزو کې يو وسلوال هم زخمي شوی خو هغه کس بریدګرو له ځان سره وړی دی چې لټون یې روان دی.

تحريک طالبان پاکستان د بريد ذمه واري منلې او په يوه خبرپاڼه کې یې دعوه کړې ده چې د پولیسو وسلې یې هم له ځانه سره وړي دي.

خو مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې دعوې تصدیق نه شي کولای او پولیسو یې هم په اړه څه نه دي ویلي.

په چارسده کې دا حمله تر هغې دوه ورځې وروسته شوې ده چې په خیبر ضلع کې په ځانمرګي برید کې دوه پولیس ووژل شول.

د خیبر ضلعې پولیسو مشر محمد عمران د جنورۍ پر ۱۹مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وويل چې وسلوالو لومړی ډزې وکړې. "ټول څلور وسلوال ول. لومړی يې پر امنيتي پوسته ډزې وکړې او لاسي بمونه یې وغورځول او بیا یې پرې ځانمرګی برید وکړ. پولیسو هم پرې ځوابي ډزې وکړې."

د ځانمرګي برید له کبله د تخته بېګ پوستې خونو ته زیان ورسېد.

د جمرود پر پوسته تر برید وروسته پلټنې پیل شوې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:03 0:00

په خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې حملې زیاتې شوې دي چې پرضد یې د قبایلي سیمو په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې پراخې مظاهرې، لاریونونه او جلسې شوې دي.

تحریک طالبان پاکستان د نومبر په پای کې د پاکستان له حکومت سره کړی اوربند ختم کړ او له هغه وخت راهیسې یې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو یوشمېر بریدونه کړي دي.

د پاکستان پوځ او پولیس وايي، د وسلوالو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی او پکې یې یوشمېر مشکوک وسلوال وژلي او نیولي دي.

XS
SM
MD
LG