د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي سعودي عرب یې دولتي بانک کې د ۳ اربه ډالرو ساتلو موده غځولې


پاکستان له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې له لویو مالي او اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.
پاکستان له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې له لویو مالي او اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.

د پاکستان دولتي بانک وايي، سعودي عرب ورته د درې اربه امریکايي ډالرو له ځان سره د ساتلو نېټه یو کال نوره غځولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې له مالي او اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او په مرکزي بانک کې یې د بهرنیو پیسو (اسعارو) زېرمې کمې شوې دي.

د پاکستان دولتي بانک د سېپټېمبر پر ۱۸مه پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه په بیان کې لیکلي چې د سعودي عرب پرمختیايي صندوق (سعودي فنډ فار ډېوېلپمنټ) تایید کړې چې د پاکستان په دولتي بانک کې د درې اربه ډالرو د ساتلو موده غځوي.

هغه پیسې ریاض د ۲۰۲۱ز کال په نومبر کې له اسلام اباد سره تر موافقې وروسته د پاکستان په دولتي بانک کې اېښې وې چې موخه یې د هغه هېواد د بهرنیو پیسو د زېرمو ملاتړ او پیاوړي کول ول.

دولتي بانک وايي، هغه درې اربه ډالر به تر یو کال پورې د هغه هېواد د بهرنیو اسعارو د زېرمې برخه وي.

په بیان کې راغلي د ریاض دا اقدام د سعودي عرب او پاکستان د ښو تعلقاتو ښکارندويي کوي.

پاکستان په تېرو کلونو کې د اقتصادي او مالي مشکلاتو د هواري لپاره د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور په ګډون له چین، متحده عربي اماراتو او سعودي عرب څخه مالي مرستې ترلاسه کړې دي.

پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو خو د سختو اقتصادي تګلارو په عملي کولو کې له ستونزو سره مخامخ وو چې له وجې یې هغې نړیوالې مالي ادارې ورته تېر کال د پور د بل قسط ورکړه درولې وه.

خو ای اېم اېف د اګست پر ۲۹مه نېټه په واشنګټن کې پاکستان ته د پور ورکولو د بحالۍ جاج واخیست او ورته يې د ۱.۱ ارب (مېليارده) امريکايي ډالرو ورکولو فیصله وکړه.

پاکستان تر دې مخکې ۲۱ ځلې له ای اېم اېفه پورونه او مالي مرستې ترلاسه کړې دي او په ۲۰۱۹ز کال کې یې په ۲۲م ځل ورڅخه د پور اخیستو موافقه وکړه.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په پاکستان کې د بهرنیو پیسو زېرمې کمې شوې دي چې له وجې یې روپۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی. همداراز، په هغه هېواد کې انفلېشن (افراط زر) هم زیات شوی دی چې له کبله یې ګراني خورا زیاته شوې او اقتصادي هلې ځلې ټکنۍ شوې.

XS
SM
MD
LG