د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف: روسیې د ګازو او غنمو راکولو ژمنه کړې


د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي د روسیې ولسمشر پاکستان سره د مرستو ژمنه کړې: انځور له ارشیفه
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي د روسیې ولسمشر پاکستان سره د مرستو ژمنه کړې: انځور له ارشیفه

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، روسیې پاکستان ته د ګازو تر څنګ د سېلاب ځپلیو لپاره د غنمو ورکولو وړاندیز هم کړی دی.

نوموړي نن (د سېپټېمبر ۱۷) په اسلام اباد کې یو خبري کانفرانس ته وویل، په راتلونکو ورځو کې، په پاکستان کې د خوراکي توکیو د کمښت احتمال دی او روسیې ورته د سېلاب ځپلیو لپاره د غنمو ورکولو وړاندیز کړی دی.

خواجه اصف دا څرګندونې پر داسې مهال کړي چې وزیراعظم شهباز شریف سره د خپل پلاوي په ازبکستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان له غونډې تازه راستون شوی دی. په دوه ورځني سفر کې نوموړي د یو شمېر نړیوالو مشرانو په ګډون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره هم ولیدل.

د دفاع وزیر خواجه اصف زیاته کړه چې د روسیې ولسمشر ورته ویلي چې پاکستان ته د ګازو د پایپ لاین غځولو ترڅنګ، د سېلاب ځپلیو لپاره غنم هم ورکولی شي. د نوموړي په وینا دواړو مشرانو د تجارت، د خوړو د خوندیتوب، انرژۍ، دفاع او امنیت په ګډون په ټولو میدانونو کې د اړیکو د پراخولو او قوي کولو هوډ څرګند کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG