د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نجونو په تعلیم بندیز طالبان له نیوکو سره مخامخ کړي


د خیبر پښتونخوا زده کوونکیو پر افغان نجونو د طالبانو تعلیمي بندیزونه وغندل.
د خیبر پښتونخوا زده کوونکیو پر افغان نجونو د طالبانو تعلیمي بندیزونه وغندل.

د پېښور پوهنتون زده کوونکو او د ملي جمهوري غورځنګ غړيو د افغان نجونو په ملاتړ مظاهرې کړې دي.

د ډېسېمبر په ۲۶مه د پېښور پوهنتون زده کوونکو په پېښور او د ملي جمهوري غورځنګ غړيو په مردان او صوابۍ کې احتجاجونه وکړل. دوی په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د جينکو پر لوړو زده کړو بندیز وغانده. دوی غوښتنه وکړه چې طالبان دې دا محدوديتونه لرې کړي، ټولو نجونو ته دې د تعليم او کار اجازه ورکړي او بندیزونه دې نه لګوي.

په همدې حال کې د پاکستان بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له خپل سعودي سيال فیصل بن فرحان السعود سره د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه خبرې کړې دي. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د ډېسېمبر په ۲۶مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دواړو په دې ټيليفيوني خبرو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او په ټولنه کې یې د مساوي کار د اهميت په اړه ټينګار وکړ.


په عین حال کې، د افغانستان بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي څارونکي، ریچرډ بېنیټ د هاګ د جرمونو څيړلو له نړيوال عدالته غوښتي چې د طالبانو له لوري له ښځو سره د جنسي تبعیض په هکله دې څېړنه وکړي.

نوموړي د ډېسېمبر په ۲۶مه، امريکا غږ راډیو سره په مرکه کې ويلي چې پر ښځو او نجونو د طالبانو له لوري د لګول شویو بندیزونو په اړه د نړیوالو بیانونه او يا هم پر ټويټر خبرې کول کافي نه دي. هغه زیاته کړه چې له همدې امله بايد هاګ نړيوال عدالت دا مسله و ارزوي.

د خیبر پښتونخوا زده کوونکیو پر افغان نجونو د طالبانو تعلیمي بندیزونه وغندل.
د خیبر پښتونخوا زده کوونکیو پر افغان نجونو د طالبانو تعلیمي بندیزونه وغندل.

په افغانستان کې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه کابل ونيوو او حکومت یې پيل کړ. دوی له هغه راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته تعليم ته نه پريږدي، د نجونو لوړو زده کړې یې بندې او ښځې يې په غيردولتي ادارو کې له کاره منع کړي دي. همداراز یې پر ښځو مخ پټول جبري کړي او هغوی ته له نارینه محرم پرته له کوره د وتلو اجازه نشته. طالبان وايي دوی دا کارونه د شريعت له مخې کوي او په دې لړ کې یې د اسلامي هېوادونو هغه غوښتنې هم نه دي منلې چې وايي ښځو سره بايد توپيري چلند بس کړي.

XS
SM
MD
LG