د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایستل شويو سياستوالو خوشال کاکړ مشر وټاکه


خوشال خان کاکړ په يوه غونډه کې وينا کوي - انځور له ارشیفه
خوشال خان کاکړ په يوه غونډه کې وينا کوي - انځور له ارشیفه

له پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایستل شويو سياستوالو د کنګرې په رابللو سره خوشال خان کاکړ د مشر او مختيار خان یوسفزی د شريک مشر په توګه ټاکلي.

دې ګوند دا کنګره يا عمومي غونډه د دیسمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه د کوټې په ايوب سټيديم کې رابللې وه. په دې غونډه کې په زرګونو خلکو ګډون درلود. رضامحمد رضا د مرستيال مشر، خورشيد کاکاجي د حنرل سيکريټري،‌ عیسی روښان د وياند،‌ عبيدالله بابت د مرکزي سيکريټري او نصرالله زیری د بلوچستان صوبايي مشر ټاکل شوي دي.

دې سیاستوالو چې لا هم ځانونه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي‌بولي، دا کنګره تر هغه وروسته وربللې وه چې د دې ګوند مشر محمود خان اڅکزي د نومبر پر ۲۶مه دوی له ګوند وایستل. اڅکزي ويلي چې د مرکزي کمېټۍ ۳۹ کسانو د ګوند له منشوره سرغړونه کړې وه او هغه خبرې چې باید د ګوند دننه پرې بحث شوی وای، پر ټولنيزو رسنيوو کړې دي نو ځکه یې غړيتوب ختموي.

په دوی کې، د ګوند جنرل سيکريټري مختار خان یوسفزی، رضا محمد رضا او عبید الله بابت شامل وو. البته د وفات شوي پخواني سينيټر عثمان کاکړ زوی، خوشال کاکړ له ګونده نه وو ایستل شوی. اڅکزي ويلي وو چې د خوشال پلار د ګوند لپاره ډيرې قربانۍ ورکړې دي نو ځکه یې غړیتوب نه ختموي.

د دې په غبرګون کې مختيار یوسفزي لومړی په کوټه او بيا وروسته په کچلاغ کې د ګوند د "مرکزي کمېټۍ" غونډې وکړي. محمود خان اڅکزي د دیسمبر پر ۱۹مه په کوټه کې د ګوند عمومي غونډه وروبلله. درې ورځې دوام لرونکې دې کنګرې ته د ياد ګوند په زرګونو غړي وربلل شوي وو.

په دې کنګره کې محمود خان اڅکزی د پښتونخوا ملي ګوند د مشر په حیث، ارشد خان او عبدالرووف لالا د مرستيالانو، عبدالرحيم زیارتوال او اتل خان د مرکزي جنرل سيکريټريانو په توګه ټاکل شوي دي. همدارار په مرکزي سیکرټريانو کې نواب ایاز خان جوګیزی، جمعه ګل، رسان صافی، نزیر جان لالا، ملک شوکت بنوڅی، تالیمند خان، ډاکټر کلیم الله، حاجي فضل قادر شېرانی، ډاکټر حامد خان، موسا باچا، جبار خان اتمانخېل او ډاکټر جمیل پانیزی شامل دي.

د دیسمبر پر ۲۷ او ۲۸مه رابلل شوې، د پښتونخوا ملي‌عومي‌ګوند د ایستل شويو سیاستوالو په د کنګرې په اړه نوي ټاکل شوي مرکزي سیکریټري نصرالله زېري وويل چې دوی په غیرقانوني ډول له ګونده ایستل شوي وو.

هغه د دیسمبر پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې د منشور له مخې د ګوند مشر په يوازې ځان کنګره نه شي ورغوښتل او نه هم د مرکزي کمېټۍ غړي ایستلی شي خو محمود خان اڅکزي په یوازې ځان د مرکزي کمېټې ۳۹ غړي ليرې کړل. نوموړي زیاته کړه چې د دوی کنګره د ګوند د اصولو سره سمه او قانوني‌ده.

خو د محمود خان اڅکزي لخوا راغوښتل شوې کنګره کې صوبايي مشر ټاکل شوي، قهار ودان مشال راډيو ته ويلي چې په ايوب سټيډيم کې وربلل شوې غونډه قانوني ده او بايد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په نوم نه وای شوی. هغه زیاته کړه چې دغه کسان له ګونده ایستل شوي نو ځکه نه شې کولی چې داسې کنګرې جوړې کړي. "که دوی ځان ته خپل جلا ګوند جوړوي‌خو سمه ده مګر د هغه ګوند کنګرې نه شې راغوښتلی چې په کوم ګوند کې یې غړيتوب ختم شوی دی."

XS
SM
MD
LG