د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې تر اختلافاتو وروسته ۲ کانګرې وربلل شوې دي


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پخوانۍ جلسې انځور.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پخوانۍ جلسې انځور.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي اعلان کړی دی چې د ډېسېمبر پر ۱۹مه او ۲۰مه نېټه په کوټه کې د ګوند "قامي کانګره" کوي.

محمود خان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۱۰مه پر ټولنیزو شبکو پر خپلو رسمي پاڼو په بیان کې ویلي چې کانګره یا کانګرس به د ګوند ټولې مرکزي او صوبايي ادارې ټاکي.

په بیان کې ویل شوي چې په "جنوبي پښتونخوا، خیبر پښتونخوا، سیند او پنجاب کې دې د ګوند ټول تنظیمونه د مرکزي کانګرې لپاره پوره تیاری وکړي."

بیان زیاته کړې چې د ډېسېمبر پر ۱۹مه او ۲۰مه نېټه کېدونکې کانګره به د هغې کانګرې د پرېکړو په رڼا او تسلسل کې د ګوند مشرتابه ټاکي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۲۸مه او ۲۹مه نېټه په کوټه کې د ګوند مرکزي کانګره کړې وه کومې چې د ګوند مشرتابه ټاکلې وه.

دا په داسي حال کې ده چې له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه اېستل شويو غړو د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۳مه او ۲۴مه نېټه په کچلاغ کې د دوی په وینا، د ګوند د مرکزي کمېټۍ غونډه کړې وه. دوی د مرکزي جنرل سېکرټري مختار خان یوسفزي په ګډون له ګونده د ګڼو کسانو اېستلو ګام د ګوند د ایین خلاف بللی وو.

هغو کسانو د مختار خان یوسفزي په مشرۍ په کچلاغ کې تر غونډې وروسته اعلان وکړ چې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۸ او ۲۹مه به په کوټه کې کانګره کوي.

د محمود خان اڅکزي له خوا له ګونده په اېستل شویو مخکښانو کې شامل رضا محمد رضا د ډېسېمبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، "د ډېسېمبر پر ۱۹مه او ۲۰مه اعلان شوې کانګره" د دوی "د کانګرې د تخریبولو هڅه ده."

خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ عبدالرحيم زيارتوال له مشال راډيو سره په مرکه کې دا خبره رد کړه چې ګواکې د ګوند ملي کانګره یې د څه وجوهاتو له کبله رامخکې کړې ده. "د ګوند چېرمین محترم مشر محمود خان اڅکزي له ډېرې مودې راهیسې پر خپلو ملګرو نعرې وهلې. موږ په اګست، سېپټمبر کې پښين ته او ټولو ضلعو ته لاړو چې سږ کال به قامي کانګره کوو."

ده وویل چې د کانګرې وربللو پرېکړه هم زړې مرکزي کمېټۍ کړي وه چې د هغې "غوڅ اکثريت" موجود دی.

زیارتوال په کچلاغ کې د مختار خان یوسفزي په مشرۍ کې شوې غونډې ته په اشاره وویل، "۴۱ يا ۴۲ کسان چې بل چا ته ورغلي، نور دلته موږ سره موجود دي او هر څه په رېکارډ کې دي."

عبدالرحيم زيارتوال زياته کړه چې له ګونده اېستلي کسان د کانګرې د ورغوښتو واک نه لري.

خو له پښتونخوا ملي غوامي ګونده اېستل شوي غړي د هغوی د اېستلو ګام غیر اییني بولي.

د نومبر پر ۲۶ مه په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ د ګوند د مرکزي اجرايوي کمېټۍ په غونډه کې د سيند او بلوچستان صوبو د اجرايوي کمېټيو د هغو غړو د غړيتوب ختمولو پرېکړه شوې وه چې له ګونده د اېستل شوي مختار خان يوسفزي په بلنه يې په کچلاغ کې په غونډه کې ګډون کړی وو.

تر اېستل کېدو وړاندې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویاند او پخواني سېنېټر رضا محمد رضا له مشال راډيو سره په مرکه ادعا کړې وه چې د ګوند اکثریت غړي یې ملاتړي دي.

رضا محمد رضا وويل چې محمود خان اڅکزي د مرکزي کمېټۍ غړو غونډه وربللې وه خو په هغه کې "ناکامه" شو او اوس دا هڅه کوي چې د دوی اعلان شوې قامي کانګره ناکامه کړي. "دا اصولاً غير اييني ګام دی. د ګوند د ايين مطابق قامي کانګره اعلان شوې وه او د هغې لپاره تيارۍ روانې دي. د ګوند تنظميونو اکثريت له موږ سره دی. هغه ټول په ميدان کې په ښکاره ولاړ دي. نو د دوی (د محمود خان اڅکزي) ډله دا هڅه کوي چې زموږ قامي کانګرې ته خنډ جوړ کړي، يو غلط تاثر جوړ کړي."

خبریال او د سیاسي چارو شنونکي سید علي شاه په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې دننه د اختلافاتو په اړه مشال راډیو ته وویل چې د دې تقسيم تاوان به ټولو پښتنو ته رسي. "پښتانه دا وخت له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي نو په داسې حالاتو کې خو د اتفاق، اتحاد او ښه نظم و ضبط ضرورت وو خو له بده مرغه دوه کانګرې اعلان شوې دي. په کار دا ده چې مفاهمت شوی وای چې نورو اختلافاتو ته خبره نه وای تللې."

سيد علي شاه زياته کړه چې پښتني سيمي د پخوا پرتله زيات يووالي ته اړتيا لري او د دې اختلافاتو نتيجې به ښې نه وي.

په پښتون ملتپاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې خپلمینځي اختلافات تر هغې وروسته په ډاګه شول چې کله یې مشر محمود خان اڅکزي "د ګوند د ايين او ګوندي پرېکړو" د سرغړونې په تور د یوشمېر مخکښه سیاستوالانو او غړو اېستلو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG