د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کنګره کې محمود خان اڅکزی د مشر په توګه وټاکل شو


په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کنګرې يوه برخه
په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کنګرې يوه برخه

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشرتابه د ټاکلو لپاره د ګوند مرکزي کنګره د مشر په توګه د محمود خان اڅکزي په ټاکنه پای ته ورسېده.

په کوټه کې شوې دا کنګره د دیسمبر په ۱۹مه پيل شوې وه چې درې ورځې یې دوام وکړ. کنګرې ته د ياد ګوند په زرګونو غړي وربلل شوي وو.

د ديسمبر په ۲۱مه، محمود خان اڅکزی د پښتونخوا ملي ګوند د مشر په حیث، ارشد خان او عبدالرووف لالا د مرستيالانو، عبدالرحيم زیارتوال او اتل خان د مرکزي جنرل سيکريټريانو په توګه ټاکل شوي دي. همدارار په مرکزي سیکرټريانو کې نواب ایاز خان جوګیزی، جمعه ګل، رسان صافی، نزیر جان لالا، ملک شوکت بنوڅی، تالیمند خان، ډاکټر کلیم الله، حاجي فضل قادر شېرانی، ډاکټر حامد خان، موسا باچا، جبار خان اتمانخېل او ډاکټر جمیل پانیزی شامل دي.

عبدالقهار ودان په بلوچستان کې د دې ګوند صوبايي مشر ټاکل شوی. شرف اغا او مجيد خان اڅکزی د هغه مرستيالانو په توګه انتخاب شوي دي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا کنګره تر هغه وروسته رابللې وه چې د دې ګوند مشر محمود خان اڅکزي د روان کال د نومبر پر ۲۶مه د ګوند له مرکزي کمېټۍ ۳۹ غړي د ګوند له تګلارو د سرغړونو په تور وایستل. په دوی کې، د ګوند عمومي‌منشي مختار خان یوسفزی، رضا محمد رضا او عبید الله بابت پکې وار له مخه ایستل شوي ول. په نویو ایستل شویو غړيو کې محمد عیسا روښان، یوسف خان کاکړ او نصرالله خان زېری هم شامل دي.

له ګونده ایستل شوو غړو بیا په کوټه کې د دیسمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه کنګره ورغوښتې ده خو د محمود خان اڅکزي سره نيږدې ګڼل کيدونکي، د ګوند يو مشر غړي قهار ودان مشال راډيو ته وويل چې دغه غونډه غير قانوني‌ده.

تر دې مخکې مختار خان يوسفزي لومړی په کوټه او بيا وروسته په کچلاغ کې د ګوند د "مرکزي کمېټۍ" د غونډې اعلان تر هغه وروسته کړی وو چې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اطلاعاتو مرکزي سېکرتر رضا محمد رضا او مرکزي سېکرتر عبيدالله بابت وايستل. ګوند هغه مهال په بیان کې ویلي ول چې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړي به له ايستل شویو کسانو سره هېڅ ډول سیاسي اړیکې نه پالي.

XS
SM
MD
LG