د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست مېشته وزیرستاني کډوال پاتې کورنیو ته هم نغدي مرستې غواړي


په خوست کې د وزیرستان کډوال
په خوست کې د وزیرستان کډوال

وزیرستانیو کډوالو ګواښ وکړ، که چیرې يې غږ وانه وریدل شي، نو دوی به د اعتراض په توګه د پرلت خیمې ودروي او په لاریونونه به لاس پورې کړي.

په خوست کې مېشت د وزیرستان بیکوره شوي خلک وايي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ UNHCR د نغدي مرستو په لیستونو کې دې د ټولو هغو کورنیو نومونه ولیکل شي چې د خوراکي سامانونو منظمې میاشتنۍ مرستې ترلاسه کوي.

یادې ادارې سږني ژمي کې هرې وزیرستانۍ کورنۍ ته په ژمي کې د خوراک او پوښاک لپاره ۲۷۵ ډالره نغدي مرسته ځانګړې کړې، خو د کډوالو په وینا د دغو مرستو له فهرستونو د شاوخوا دوه زره کورنیو نومونه ایستل شوي دي.

د وزیرستانیو کډوالو یو مشر مالي خان د ډېسمبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل: "د مشال راډیو په واسطه موږ ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو ته دا پیغام رسوو، مخکې چې موږ کومه غوښتنه کړې وه، د یو این ایچ سي ار چارواکو يې تر اوسه په اړه څه اقدام نه دی کړی، نو که دا غږ نه اوریدل کیږي، موږ په یو غږ سړکونه هم بندوو، د کډوالو ریاست مخې ته ورځو، هلته لاریون کوو، له یو این ایچ سي اره نغدي ۲۷۵ ډالره مرسته غواړو او د قرارداد نوي کول هم غواړو. "

د وزیرستان کډوال وايي، د نورو موسمونو په پرتله په ژمي کې د دوی اړتیاوې ډيرې وي، ځکه ناروغان لري او په کورونو او خیمو کې يې په شته امکاناتو سوړ ژمی نه تیریږي. یو بل کډوال پرېټ خان مشال راډيو ته وویل د دې پیسو د ورکړې په اړه دوی خپل غږ اوچت کړی، خو څوک ورته غوږ نه نیسي. نوموړي وویل د وزیرستانیو کډوالو ماشومانو او سپین سرو ته د ټوخي،د مریو خوږ او تبې بیمارۍ لګیدلي، خو د درملنې وس يې نه لري.

د خوست په پڅه میله کې استوګن وزیرستاني کډوال میراحمدخان مشال راډيو ته وویل دوی د مرستې لپاره دولس شپې په خوست ښار کې وکړې او په هوټلونو کې اوسیدل، خو کومک ورسره ونه شو. نوموړي وویل له یو این ایچ سي ار نه غواړي، چې د خوراکي سامانونو د مرستو اندازه ورته زیاته کړي، ځکه یوه بوجۍ اوړه د یوې کورنۍ د لسو، دولسو کسانو ضرورت نشي پوره کولای.

بل لور ته په خوست کې د کډوالو چارو ریاست چارواکي د وزیرستانیو کډوالو ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او وايي د دوی ستونزې او انديښنې يې په پرله پسې توګه د یو این ایچ سي ار او نړیوال خوراکي پروګرام په ګډون نورو مرستندویه بنسټونو سره شریکې کړې دي.

د کډوالو چارو رئیس مولوي احمد احمدي د ډېسېمبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته وویل له یو این ایچ سي ار سره یې په دې موضوع دوه ځله مجلس کړی دی، خو تر اوسه دې موافقې ته نه دي رسیدلې، چې باید پاتو خلکو ته څه ورکړل شي. نوموړي وویل : "دوی ځیني پخواني خلک را اخیستي چې اوس د هغوی کارډونه بلاک شوي دي، ځیني نوي کسان را اخیستي چې نوې سروې يې شوې ده، نو د دوی په فهرست کې مشکل وو، له دې کبله ځینې کسان پاتې شول. " د ده په وینا د پروګرام پلي کوونکې غیر سرکاري ادارې د نړیوال خوراکي پروګرام د فهرست خبره کوي، خو خبره دا ده چې په دغو فهرستونو کې ستونزه پیدا شوی ده.

د افغانستان خوست او پکتیکا ولایتونو ته د ۲۰۱۴ز کال د جون میاشتې په نیمايي کې هغه مهال د وزیرستانیو کډوالو زرګونه کورنۍ کډه شوې چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د وسله والو خلاف د ضرب عضب په نوم عملیات پیل کړل، خو له یادو کډوالو یو شمېر کورنۍ په څو پړاونو کې خپلو سیمو ته ستنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG