د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې سيلاب ځپلي وزیرستاني کډوال مرستې غواړي


په خوست کې ګلان کمپ (انځور له ارشيفه)
په خوست کې ګلان کمپ (انځور له ارشيفه)

د افغانستان په ګلان کېمپ کې میشت وزیرستاني کډوال وايي د باران او سېلاب له کبله دوی هم اغېزمن شوي او په کار ده چې مرستې ورسره وشي.

د دې کډوالو یو مشر ملک حاکمین د اګست پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې د وروستیو بارانونو له کبله د دوی یو شمېر کورونه نړېدلي او مالي زیانونه ور رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، " له موږ سره دې کومک وشي، د ګلان کېمپ د زیانونو سروې دې وشي، اوس خلکو په خیمو کې اړولي ځکه د کوټو د جوړولو وس نه لري."

په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د ضرب عضب عملیاتو له پیلیدو وروسته د وزیرستانیو کډوالو زرګونه کورنۍ خوست او پکتیکا ته کډه شوې چې یو شمېر يې په څو پړاونو کې بیرته ستنې شوې خو ډيرې لا هم هلته پاتې دي.

د زیانمنو په وینا، په وروستیو بارانونو کې تر ټولو ډېر زیان هغو کډوالو ته اوښتی، چې په وروستي یو کال کې د خوست او پکتیکا له بیلابیلو سیمو ګلان کېمپ ته کډه شوې دي.

له هم دې کډوالو څخه د محمد ابرار په نامه کس مشال راډیو ته وویل چې د تیرو ورځو اورښتونو يې د کور کوټې ړنګې کړې دي او د کور ټول توکي يې تر خټو لاندې شوي دي.

نوموړی غوښتنه کوي چې په دې ځای کې دې د پخوانیو استوګنو وزیرستانیو په شان د دوی هم سروې او بایومیټریک وشي، تر څو ورسره منظمې مرستې روانې شي.

د ګلان کېمپ اوسیدونکی ضیاالحق بیا وايي کوټې يې بارانونو ړنګې کړي او اوس له ګاونډیانو سره پراته دي.

نوموړي وویل چې دوی له نړیوالو غواړي چې وزیرستانیو کډوالو او په ځانګړې ډول د وروستیو اورښتونو له زیانمنو سره مرستې وکړي. د ده په وینا، دا ځکه چې خلک کوټو، خوراکي توکو او پاکو اوبو ته بیړنۍ اړتیا لري.

د مده خېلو د خړتنګي اوسیدونکی مصطفا له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال له مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د دوی حالت له نږدې وویني.

ده زیاته کړه، "وزیرستاني کډ‌وال له بارانونو څخه ډېر زیات اغېزمن شول، کورونه ورباندې ړنګ شوي دي، سرپناه نه لري نو د حکومت او موسساتو څخه زموږ دا غوښتنه ده چې دوی په خپله راشي او ویې ګوري."

د خوست چارواکي وايي، اړوندې ادارې او مرستندویه بنسټونه په ګډه لګیا دي چې د وزیرستانیو کډوالو ستونزو او غوښتنو ته رسیدنه وکړي.

په دې ولايت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیراحمد عثماني د اګست په ۲۸مه په دې اړه له مشال راډيو سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې له سیلاب ځپلو سره به مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG