د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې له وزیرستانیو کډوالو سره د نقدي مرستو وېش پیل شو


د ډېسېمبر پر نهمه د خوست په ګلان کېمپ کې د وزیرستانیو کډوالو له (۸۰۲۷) کورنیو سره د ژمنیو توکو او خوراکي موادو په خاطر د نقدي مرستو د وېش بهیر پیل شو.

یاده نقدي مرسته چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری UNHCR لخوا برابره شوې، هرې کورنۍ ته (۳۴۵) امریکايي ډالر ورکول کیږي.

په خوست کې طالب چارواکو د یادې مرستې د وېش په ځای کې له نورو ملي او نړیوالو بنسټونو هم وغوښتل، چې په روان ژمي کې له کډوالو او اړمنو افغانانو سره دا ډول مرستې وکړي.

د خوست مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور مشال راډیو ته د نقدي مرستو د وېش ددې بهیر په اړه وویل:"د یونسیار موسسې له کارکوونکو او مشرانو ډېره مننه کوو چې دوی د وزیرستانیو کډوالو لپاره مرسته راوړې ده، تر څو په دې سخت ژمي کې د هغوی کار پرې وشي، ټولې تقریباً ۸۰۲۷ کورنۍ دي، چې هرې کورنۍ ته ۳۴۵ ډالر ورکوي، ټولې پيسې يې څه کم ۳ میلیونه ډالر دي، له دوی مو غوښتنه داده چې په اینده کې هم همداسې اخلاصمندانه کمک له خلکو سره وکړي. "

وزیرستاني کډوال هم د یونسیار د نقدو پیسو د وېش دې بهیر ته خوشاله دي او وايي، په وروستیو کالونو کې يې د ژوند په ټولو برخو کې ستونزې ډېرې شوې دي.

د وزیرستانیو کډوالو یو مشر ملک حبیب خان مده خېل وايي، په دوی کې ډیرې داسې کورنۍ دي، چې تر اوسه يې د ژمي لپاره د سونګ توکي او د خوراک لپاره څه نه درلودل:

"د نړیوالو له طرفه موږ ته د ۳۴۵ ډالرو د مرستې منظوري شوې ده، نن يې د پیلیدو اوله ورځ ده، خدای دې وکړي چې په سهي طریقې سره توزیع وشي، د راتلونکې لپاره مو هم دا غوښتنه ده چې دا ډېر مظلوم خلک دی، دا اوه کاله له خپلو وطنونو بې ځایه دي، نو مهرباني دې وشي، دوی سره دې په سهي طریقه مرستې وشي. "

د وزیرستانیو کډوالو یو بل مشر ملک عبدالله نور وايي، لږ وخت مخکې خواوشا ۶۰۰ کورنیو ته د کوټو چتونه هم وویشل شول، خو له هغې مرستې ډېر مستحق خلک بې برخې پاتې شول.

ملک عبدالله نور له نړیوالو بنسټونو او د طالبانو له حکومت وغوښتل، چې د مرستو په ویش کې عدالت او مستحقې کورنۍ په پام کې ونیسي.

د ۲۰۱۴ ز کال په نیمايي کې په وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو له پیلیدو وروسته د هغوی زرګونه کورنۍ خوست او پکتیکا ته هم واوښتې.

که څه هم د وزیرستانیو کډوالو یو شمېر کورنۍ په څو پړاونو کې خپلو سیمو ته ستنې شوي، خو لا هم د هغوی شاوخوا لس زره کورنۍ په خوست او پکتیکا کې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG