د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست د شخصي ښخوونځیو فارغان وايي ځوانان دې زده کړو ته پام وکړي


د خوست د شیخ زاید پوهنتون زده کوونکي د سندونو فراغت غونډه کې، ډېسېمبر ۲۰۲۲
د خوست د شیخ زاید پوهنتون زده کوونکي د سندونو فراغت غونډه کې، ډېسېمبر ۲۰۲۲

د افغانستان په خوست کې د شخصي ښوونځیو فارغان وايي په هېواد کې وروستيو سیاسي بدلونونو اواقتصادي ستونزو د دوی پر ژوند اغېز کړی، خو دوی نه دي نا هیلی شوی او د یو ښه راتلونکې په امید يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی دی.

دوی له نورو ځوانانو هم غواړي، چې له ناهیلیو تېر شي او د خپلو خلکو د خدمت لپاره دې زده کړې وکړي.

په خوست کې دا مهال د حکومتي ښوونځیو سربېره ۱۲۹ شخصي ښوونځي هم فعالیت لري. په هغو ښوونځیو کې د ۱۵۳۰ نجونو په ګډون نږدې ۳۲۰۰۰ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.

ضیاء الله ارمان چې په خوست کې د یو شخصي ښوونځي له دولسم ټولګي فارغ شوی، د ډېسېمبر پر ۱۷مه یې مشال راډيو ته وویل په افغانستان کې عموماً ژوند او په ځانګړې ډول زده کړې له ډېرو ستونزو سره مخامخې وي، نو په سختو شرایطو کې تر دې ځایه رسېدلی.

هغه وویل، "ما هم لوږې تیرې کړي، ستونزې مې زغملي او تر ښوونځي راغلی یم، قوي هوډ لرم، چې تر لیسانس، ماسټرا او دوکتورا کچې به زده کړې کوم او خپل دردیدلي ولس لپاره به د خدمت مصدر ګرځم. "

د ښوونځیو فارغان وايي، سیاسي بدلونونه او اقتصادي ستونزې تل نه وي، خو نوی نسل باید هڅه وکړي چې ځانونه پوهه کړي او له هرې ممکنې لارې هېواد او خلکو ته د خدمت کولو جوګه شي.

د دولسم ټولګي یو بل فارغ التحصیل عثمان غني احساس وايي، دا تېر دوه کاله یو څه ستونزو سره مخامخ وو او د خلکو اقتصادي مسلې هم ډېرې شوې دي، خو ځوانان باید د زده کړو فرصت دلاسه ورنکړي.

په خوست او افغانستان کې د شخصي سکټور د فعالیتونو پر وړاندې په تېر او اوس وخت کې یوه مهمه ستونزه د ډېرو مالیو یا ټیکسونو اخیستل بلل کیږي.

پانګه اچوونکي وايي اړونده ادارې باید د شخصي سکټور لپاره اسانتیاوې او پرمختیاوې برابرې کړي.

په خوست کې د مشعل لیسې بنسټګر اسلام ژوند د شخصي ښوونځیو په مخکې د یو شمېر پرتو ستونزو د یادونې تر څنګ له اړوندو ادارو غواړي چې دوی ته دې ځینې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي وویل، "که چیرې دولت موږ سره د مساعد چاپیریال په برابرولو کې مرسته وکړي، مالیات ورباندې کم کړي، شخصي ښوونځیو سره د نصاب د کتابونو همکاري وکړي، نو موږ به خپل هېواد ته لا خدمت وکړو."

په دا وروستیو کې په خوست او ټول افغانستان کې د اقتصادي ستونزو او پر راتلونکي د ځوان کهول د باور د کمېدو له کبله د شخصي ښوونځیو د زده کوونکو، همدارنګه د انسټیټیوټو او لوړو زده کړو د ادارو د زده کوونکو شمیر لږ شوی دی.

XS
SM
MD
LG