د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: بېکارۍ او غریبۍ خلک له ستونزو سره مخامخ کړی


خلک وايي، د مجبوریت او بې وسۍ له کبله د خپل کور توکي پلورلي. انځور - ارشیف
خلک وايي، د مجبوریت او بې وسۍ له کبله د خپل کور توکي پلورلي. انځور - ارشیف

د افغانستان د نورو سیمو په شان په خوست کې هم بېکارۍ او غریبۍ د ډېر شمیر خلکو ژوند له ستونزو او کړاونو سره مخامخ کړی دی.

دوی وايي، نه کار پیدا کېږي چې ورباندې حلاله نفقه وګټي او نه ورسره د نړیوالو بنسټونو او د طالبانو د حکومت لخوا داسې مرستې کیږي، چې ګوزاره ورباندې وکړي.

د اکتوبر پر ۲۷مه د خوست اوسېدونکي ریاض الله مشال راډیو ته وویل، په اوس وخت کې د افغانستان ډیری خلک له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي اود ژمي په را نږدې کېدو سره يې ستونزې ډېرې شوي دي.

دی د طالبانو له حکومت غواړي هغه مرستې چې له بهره راځي، باید له توپیر پرته پر مستحقو خلکو وویشل شي.

په افغانستان کې د نورو قشرونو په خوا کې د معلولینو او وژل شویو کسانو کورنۍ هم ډېرې اغېزمنې شوي او د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.

د معلولینو د یوې اتحادې مشر صاحب منګل وايي، په خوست کې به محدود سوداګر او څو کسان اباد وي، خو ټول خلک اباد نه دي او مرستو ته اړتیا لري.

دی وايي، ده په خپله د مجبوریت او بې وسۍ له کبله د خپل کور توکي پلورلي دي.

صاحب منګل د نړیوالې ټولنې او د طالبانو له حکومت وغوښتل، چې د معلولینو او وژل شویو کسانو کورنۍ سروې کړي او وروسته دې دوی لپاره د ژمنیو مرستو تابیا وکړي.

بیکاري د هغو خلکو او ځوانانو ژوند هم له ستونزو سره مخامخ کړی، چې لوړې زده کړې يې کړي او اوس کاروبار نه لري.

د خوست د شیخ زاید پوهنتون یو تن فارغ فرید وايي، دوی سره دې مرستې وشي او یا دې ورته کار برابر شي، چې له لارې يې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه وګټي.

فرید زیاتوي: "موږ دا نوي سلنه خلک به بیکاره یو، ګورئ ژمی راروان دی، د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، که چیرې دوی نړیوالو سره د مرستو د راجلبولو په برخه کې تعامل نشي کولای، په داخل کې خو دې موږ ته کارونه برابر کړي، موږ ته دې یو داسې سیستم جوړ کړي چې بوخت وساتل شو، څو خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړو. "

پوښتنه داده چې څرنګه کیدلای شي، د بې وزلۍ، غریبۍ او بې کارۍ مخه ونیول شي؟

د اقتصادي چارو کارپوه نواب امیرزی د شته حالت مهم لاملونه د حکومتي او خصوصي بانکونو په فعالیتونو کې ستونزې، خلکو سره د نقدو پیسو نشتون او د صادراتو په مخکې خنډونه یادوي، چې له کبله يې افغانان نشي کولای د دې ځای کرنیز پیداوار، وچې او تازې میوې، زڼغوځي او همدارنګه نور تولیدات ګاونډیو هېوادونو او بهر نړۍ ته صادر کړي.

نواب امیرزی د طالبانو له حکومت غواړي چې د اقتصادي فعالیتونو د چټکولو لپاره دې د دې هېواد علمي او اکاډمیکو کادرونو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

"د اسلامي امارت د مشرتابه څخه دا هیله ده چې زموږ مسلکي کسان په بانکونو، مالیې وزارت او سوداګری وزارت کې ځای پر ځای کړي، ځکه په تېرو شلو کلونو کې زموږ زرګونه ځوانان له پوهنتونونو څخه په مسلکي لحاظ فارغ شوي دي، د بهر نه راغلي دي، زه فکر کوم دا ستونزې به کمې شي او غریبي او بې کاري به هم ورځ په ورځ کمه شي. "

بل لوري ته په خوست کې طالب چارواکي وايي، چې دې ولایت ته په کافي اندازه مرستې راروانې دي او په مستحقو او بې وزلو کورنیو به وویشل شي.

د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول اخترمحمد عکرمه وویل، دوی به د خلکو اقتصادي حالت ته په کتو ورباندې مرستې وویشي.

نوموړي زیاته کړه: "مرستې په کافي اندازه کې راروانې دي او انشاالله په نږدې راتلونکې کې به راورسیږي، مرستې د ټولو خوست میشتو لپاره دي، هغه چې د مرستو حقدار وي، دا نه ده چې دا مرستې د اسلامي امارت د خلکو لپاره دي، نه دا مرستې د ټولو خوست میشتو لپاره دي، خو د غریبانو لپاره دي. "

د ځينو نړیوالو بنسټونو د څېړنې له مخې د افغانستان څه دپاسه ۱۸ میلیونه خلک د فقر او غریبۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دې تر څنګ بې کاري که څه هم یوه نړیواله ستونزه ده او په افغانستان کې پخوا هم د بې کارۍ کچه لوړه وه، خو په وروستیو میاشتو کې دا ستونزه ډېره شوې او له دې کبله خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG