د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په خوست کې د کتابونو پېر او پلور کم شوی"


د خوست دوکانداران وايي چې د خلکو اقتصادي ستونزو د کتابونو پر بازار منفي اغېز کړی.
د خوست دوکانداران وايي چې د خلکو اقتصادي ستونزو د کتابونو پر بازار منفي اغېز کړی.

په خوست کې د کتاب پلورنځیو مسوولین وايي، د پخوا په پرتله د کتابونو د پېر او پلور بازار سوړ شوی او خلک لږ کتابونه اخلي.

د خوست په کتاب بازار کې د "ژوندون کتاب پلورنځي" مسوول غلام رسول د جون پر اتمه مشال راډيو ته وویل، د خلکو د اقتصاد خرابېدو له کبله د کتاب پېر او پلور ۷۰ فيصده اغېزمن شوی دی.

د ده په وینا: "خلک ډوډۍ نشي اخیستلای، نو کتاب به په څه شي واخلي."

د "رڼا کتاب پلورنځي" مسوول عزیزالله بیا وايي چې مخکې خلکو د حکومت په بېلابېلو ادارو کې دندې اجراء کولې او معاشونه يې درلودل چې د دې معاشونو یوه برخه به يې د کتابونو د رانیولو لپاره خپلو اولادونو ته ورکوله.د ده په خبره، اوس چې معاشونه او ګټه وټه نه لري نو کتاب هم نشي اخیستلای.

"خلک وايي چې ډوډۍ نه شي اخيستلای نو کتاب به په څه واخلي"
"خلک وايي چې ډوډۍ نه شي اخيستلای نو کتاب به په څه واخلي"

هغه زیاته کړه: "هغه وخت چې جمهوریت و، کتابونو ته مینه ډېره وه، البته اوس کتابونو ته مینه کمه شوې ده، یو لامل خو يې دا دی چې د خلکو معاشونه نشته، مخکې به چې ۱۰،۰۰۰ افغانۍ د پلار معاش و، ۳۰۰۰ افغانۍ به يې زوی ته د کتابونو لپاره ورکولې، اوس معاش نشته، که ۵۰۰ افغانۍ ورکوي، بیا هم ورته وايي چې زویه ګوزاره ورسره کوه."

د "شېخ زاید کتاب پلورنځي" مسوول محمدسلیمان هم وايي، په خوست کې د کتاب پېر او پلور سوړ دی ځکه ځوانان خپل راتلونکې څخه ناهیلي شوي او بل يې اقتصاد کمزوری شوی دی. د دې تر څنګ ځینې کتاب پلورنځي چې تجارت يې نسبتاً لوی دی بیا وايي، چې کتابونو کاروبار له مخکې وخت سره ډېر توپير نه دی کړی.

د سباوون کتاب پلورنځي مسوول خیرالله وايي، د سیاسي بدلون په اولو میاشتو کې يې کار څه نا څه اغېزمن شوی و خو اوس چې پوهنتونونه او ښوونځي پرانیستل شوي نو بیرته يې کاروبار ښه شوی دی.

بلخوا ځايي چارواکي وايي، په وروستیو څو اونیو کې د کتاب لوستنې د دود عامولو او کتابونو د پېر او پلور لپاره د بېلا بېلو ولایتونو د فرهنګ ریاستونو له خوا د کتابونو نندارتونونه جوړ شول او په پام کې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې په خوست کې هم د کتاب مېله جوړه شي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ مشر شبیراحمد عثماني د جون پر اتمه نېټه مشال راډيو ته وویل چې دوی په پام کې لري چې په ښوونځيو او تحصیلي موسسو کې د کتابونو د اهمیت په باب هم برنامې جوړې کړي.

نوموړی زیاتوي، خوست عامه کتابتون لري چې ۱۸نیم زره عنوانه کتابونه پکې دي او هڅه کوي چې د نویو کتابونو په واسطه کتابتون نور هم غني کړي.

سره له دې چې په خوست کې د لوړو زده کړو پينځه موسسې او لسګونه نور ښوونځي او فرهنګي بنسټونه فعالیت لري خو په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې د زده کړو او مطالعې بهیر کم شوی او د کتاب پر پېر او پلور يې هم منفي اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG