د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزیر د بند دوه کاله پوره شو


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ‌ علي وزیر د ۲۰۲۰م کال د ‌ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې نیول شوی وو. (انځور: ارشیف)
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ‌ علي وزیر د ۲۰۲۰م کال د ‌ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې نیول شوی وو. (انځور: ارشیف)

په کراچۍ کې پولیسو د ۲۰۲۰ز کال په یوه مقدمه کې د قامي اسمبلۍ د غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزیر ګرفتاري په ډاګه کړې ده.

د نوموړي وکیل قادر خان د ډېسېمبر پر ۱۵مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د ډېسېمبر پر ۱۵مه په چارسده کې په دایر شوي رپورټ کې د هغه ګرفتاري ښوولې ده.

دی زیاتوي چې د چارسدې له قضیې سره پر وزیر د ټولو مقدمو شمېر شپږ ته رسېدلی دی.

ده وویل، "د ده یوه [قضیه] ختمه شوې چې پکې هغه باعزت بري شوی دی. پر ده درې کېسونه د کراچۍ دي، په دې درېواړو کې دی په ضمانت دی. له دې علاوه پر [وزیر] درې نورې [مقدمې] دي چې یوه یې میرامشا، بله یې [د ډېره اسماعیل خان او درېیمه یې د چارسدې ده."

پر علي‌ وزیر په مقدمو کې د ریاستي ادارو پرضد د ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه دي چې هغه او وکیل یې ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۱۶مه د نوموړي د بند دوه کاله پوره شول. نوموړی د ۲۰۲۰م کال د ‌ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې نیول شوی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ډېسېمبر پر ۱۵مه ناوخته پر ټویټر لیکلي چې علي وزیر د پوځي جنرالانو په وینا نیول شوی وو.

نوموړي د ارمي پبلک سکول پېښې ته په منسوب یو ټویټ کې زیاته کړې چې علي وزیر د پارلمان غړی دی خو نه پارلمان او نه هم عدالت هغه ته انصاف ورکړی دی.

د پېښور پولیسو نوموړی د سیند پولیسو په غوښتنه نیولی وو. د سیند پولیسو پر علي وزیر تور پورې کړی وو چې د دوی په وینا د ۲۰۲۰م کال د ډېسېمبر پر شپږمه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د جلسې پر مهال د ملک او ملکي ادارو خلاف خبرې کړې وې.

علي وزیر له هغه راهسې د کراچۍ په زندان کې دی. د ده وکیل او پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، چې کله یې په یو مقدمه کې ضمانت وشي نو پولیس ورپسې بله را وباسي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر د خوشي کولو لپاره په وار وار جلسې، لاریونونه او پرلتونه وهلي خو نوموړی لا هم نه دی خوشی شوی.

د پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند مظاهرې

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د علي وزیر د بند پرضد د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې کوي.

دا اعلان لومړی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ډېسېمبر پر دویمه د عبدالصمد خان اڅګزي د ۴۹م تلین په جلسه کې کړی وو.

محمود خان اڅکزي ویلي وو چې که ریاست علي وزیر د ډېسېمبر تر ۱۶مې خوشی نه کړ نو په ټول ملک او له ملکه بهر چې هر ځای پلویان ولري، هلته به احتجاج کوي.

د محمود خان اڅکزي پر رسمي ټویټر پاڼه لیکل شوي چې دی به نن په دې لړ کې په کوټه کې کېدونکې احتجاجي مظاهرې ته وینا کوي.

د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب د ډېسېمبر پر ۱۵مه په یوه پیغام کې مشال راډیو ته ویلي دي چې صوبايي حکومت د نوموړي په ګرفتارۍ او بندي کولو کې لاس نه لري.

نوموړي زیاته کړې چې د علي وزیر پرضد عدالتي کاروايي روانه ده نو ځکه دوی یې د خوشې کولو واک نه لري.

XS
SM
MD
LG