د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي له افغانستانه بهر سفر وکړ


د کرزي د حکومت د مهال د مالیې وزیر ډاکتر عمر زاخېلوال پر خپله ټویټرپاڼه له کرزي سره خپل عکس، چې دواړه په الوتکه کې سپاره دي، خپور کړی.
د کرزي د حکومت د مهال د مالیې وزیر ډاکتر عمر زاخېلوال پر خپله ټویټرپاڼه له کرزي سره خپل عکس، چې دواړه په الوتکه کې سپاره دي، خپور کړی.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي په لومړي ځل له هېواده بهر ته سفر وکړ.

د کرزي د حکومت د مهال د مالیې وزیر ډاکتر عمر زاخېلوال پر خپله ټویټرپاڼه له کرزي سره خپل عکس، چې دواړه په الوتکه کې سپاره دي، خپور کړی او لیکلي یې دي چې دوی یوځای بهر ته ځي او هیله لري چې ژر بېرته به خپل هېواد ته ستانه شي.

په وروستیو کې ویل شوي وو چې حامد کرزي له طالبانو غوښتي چې ده ته اجازه ورکړي چې د درملنې لپاره جرمني ته لاړ شي، خو طالبانو اجازه نه ده ورکړې.

وروسته پخواني ولسمشر دا خبر رد کړ.

زاخېلوال په خپل ټویټ کې، چې د ډېسېمبر پر درېیمه یې خپور کړی دی، نه دي ویلي چې دی او کرزی کوم هېواد ته روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG