د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په افغانستان کې د حکومت د اعلان لپاره چمتووالی نیولی


یو طالب مشر انس حقاني. انځور- ارشیف
یو طالب مشر انس حقاني. انځور- ارشیف

رویټرز خبري اژانس د سېپټېمبر پر دویېمه د طالبانو چارواکیو په حواله په یو راپور کې لیکلي چې د حکومتي چارو پر مخ وړلو لپاره به طالبانو د ستر مشر هیبت الله اخونزاده په مشرۍ یوه شوری جوړوي.

هیبت الله اخونزاده درې مرستیالان لري چې په هغې کې د طالبانو پخواني مشر ملا عمر زوی مولوي یعقوب، د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني او د طالبانو ډلې یو بنسټ ایښودونکې عبدالغني برادر شامل دي.

د طالبانو یو چارواکي احمدالله متقي هم د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه اړه په ارګ کې د پرانستې غونډې لپاره تیارۍ روانې دي.

تر دې دوه ورځې مخکې د طالبانو سیاسي دفتر غړي شیر محمد عباس ستانکزي ویلي ول چې دوی به نوی حکومت په دوو ورځو کې اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۳۱مه شپه امریکايي ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستانه ووتل او دا وخت طالبانو له پنجشیر ولايت پرته پر ټول هېواد ولکه ټینګه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۳۱مه په کابل هوايي ډګر کې د طالبانو هغو غړو ته په وينا کې، چې د امریکایانو له وتلو وروسته یې د کابل هوايي ډګر چارې په لاس کې واخیستې، وويل چې له خلکو سره نرم چلند وکړئ.

ذبيح الله مجاهد له خپلو ځواکونو وغوښتل چې له خپل ملت سره دې په چلند کې ډېر احتیاط وکړي.
ذبيح الله مجاهد له خپلو ځواکونو وغوښتل چې له خپل ملت سره دې په چلند کې ډېر احتیاط وکړي.

مجاهد له خپلو ځواکونو وغوښتل چې له خپل ملت سره دې په چلند کې ډېر احتیاط وکړي. د ده په خبره ملت يې۲۰ کلنې جګړې ځپلی او نور د دې تحمل نه لري چې وځورېږي.

نوموړي پر داسې وخت طالبان له خلکو سره نرم چلند ته وربللي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د غړو له خوا د یو شمېر خلکو د وهلو ټکولو راپورونه او ويډیوګانې په رسنیو کې لاس په لاس شوې دي.

همداراز ځینو نورو بیا شکایت کړی چې طالبانو د دوی کورونه تلاشي کړي یا یې ګاډي او وسایل په زور ورڅخه اخیستي دي.

نړیوال وايي، د طالبانو کړنې له نېږدې څاري او له دوی سره اړیکې او د دوی په اړه قضاوتونه به د دوی د نوي حکومت په څرنګوالي پورې اړه ولري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG