د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: سوداګرانو او جماعت اسلامي په ملاکنډ ډويژن کې د ټېکسونو لګولو مخالفت کړی


دسوات سوداګران له ډېره وخته په ملاکنډ ډويژن کې د حکومت لخوا د ټېکسونو لګولو مخالفت کوي ـ پخوانی انځور
دسوات سوداګران له ډېره وخته په ملاکنډ ډويژن کې د حکومت لخوا د ټېکسونو لګولو مخالفت کوي ـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا د سوات سوداګرو اتحادیې او جماعت اسلامي ګوند په ملاکنډ ډويژن کې د ټېکسونو لګولو مخالفت کړی دی.

د جماعت اسلامي ځايي مشر او د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي محمد امین د اکتوبر پر ۲۴مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل چې يو خوا دا سيمه ځانګړی حيثیت لري او بل پلو ترهګرۍ او سېلابونو هم ځپلې ده.

د ملاکنډ ډويژن د سوداګرو اتحادیې مشر عبدالرحیم مشال راډیو ته وویل چې دوی نه خو له پخوا نېغ په نېغه ټېکسونه منلي او نه به یې اوس ومني.

له سواته د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي فضل حکیم مشال راډیو ته وویل، دوی به له صوبايي حکومت څخه غوښتنه کوي چې ټېکسونه دې معاف کړي.

د پاکستان وفاقي حکومت چې کله په ۲۰۱۸ز کال کې د ملاکنډ ډويژن ځانګړی حيثیت له مينځه يووړ نو دې سیمې ته یې تر پينځو کلونو پورې ټېکسونه معاف کړي ول. هغه موده په ۲۰۲۳م کې پای ته رسېږي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG