د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا سرکاري ملازمین وايي حکومت ورته د سېپټېمبر تنخا نه ده ورکړې


د خيبر پښتونخوا حکومتي وزیر پورې کړی چې وفاقي حکومت د صوبايي حکومت لپاره مالي ستونزې پیدا کوي - پخوانی انځور
د خيبر پښتونخوا حکومتي وزیر پورې کړی چې وفاقي حکومت د صوبايي حکومت لپاره مالي ستونزې پیدا کوي - پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا د سرکاري محکمو کارکوونکي وايي، حکومت ورته هره میاشت تنخاګانې پر لومړۍ یا دویمه نېټه ورکوي خو د سېپټېمبر تنخا یې پر وخت نه ده ورکړې.

دوی وايي په وروستیو کې ځینې سیمې د سېلاب له کبله متاثره شوې دي نو ځکه یې د تنخا پیسو ته لا ډېره اړتیا لري.

د پېېښور په سېکرېټريټ کې د منصوبه بندۍ او پرمختګ محکمې يو ملازم اصف علي شاه د اکتوبر پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د تنخادارو سترګې هم دې تنخا ته وي هغه ځکه چې د میاشتې په نیمايي کې لا پیسې ورسره ختمې شوې وې.

تر دې وړاندي صوبايي حکومت د سېلاب ځپلو د مرستو په غرض د ټولو سرکاري ملازمينو له تنخاګانو څخه د پیسو ګرځولو پرېکړه کړې وه چې ورباندې زیاتره کسان خوشاله نه ول، او په عدالت کې یې غوښتنلیک هم دایر کړی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې حکومت له سرکاري ملازمانو څخه د سېلاب ځپلو د مرستو لپاره څومره پیسې ګرځولې دي.

د پېښور د کرنیزو چارو پوهنتون يو ملازم محمد عمران وایي چې تنخا ته انتظار وو چې د کور ټول مالي ضرورتونه او په ځانګړې توګه د ماشومانو فیسونه ورکړي. "د وړو او د کور سوداګانې دي او سبا (د اکتوبر درېیمه) د سکولونو د فيس ورځ هم ده، د دوکاندارو هم دې [لومړۍ نېټې] ته سترګې وي نو چې ته څه پيسې ورکړې نو تا ته به سودا درکړي. د بجلۍ، د ګيس د ټېلېفون بېلونه وي."

محمد عمران زیاته کړه چې دوی زیاتره وخت په پور اخیستلو وخت تېروي او تنخا ته انتظار وي.

اخوا د خيبر پښتونخوا د خزانې او د صحت صوبايي وزير تيمور سليم جګړا د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر خپله فېسبوک پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د اکتوبر له درېیمې به ټولو ملازمینو ته تنخاګانې ورکول پیل کړي.

نوموړي تور پورې کړی چې وفاقي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د صوبايي حکومت لپاره مالي ستونزې پیدا کوي.

د ده په وینا، صوبايي حکومت هڅه کوي چې د مرکزي حکومت له خوا خیبر پښتونخوا ته د واجباتو نه ورکول کېدو له کبله د پیدا شویو مالي ستونزو د هواري انتظام وکړي.

د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت د خیبر پښتونخوا د صوبايي وزیر تېمور سلیم جګړا د تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

خو تر دې وړاندې یې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت په وار وار په نااهلۍ او درغلیو تورن کړی دی چې د هغه واکمن ګوند حکومت چارواکو رد کړی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خیبر پښتونخوا خزانې وزارت د چارواکو له خولې لیکلي چې ورته هره میاشت د سرکاري نوکرانو د تنخا او پېنشن ورکولو لپاره ۴۲ اربه روپیو ته ضرورت لري.

د ټولو سرکاري ملازمینو د اتحادیې جنرل سېکرټري عابد حسېن ډان ورځپاڼې ته ویلي چې د تحریک انصاف حکومت د صوبې په تاریخ کې په لومړي ځل د سرکاري ملازمینو تنخاګانې پر وخت نه دي ورکړې.

XS
SM
MD
LG