د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران د ګشت ارشاد پوليس ځواک برخليک لا څرګند نه دی


 ګشت ارشاد په ۲۰۰۶ز کال کې د سختدريځه ولسمشر محمود احمدي نژاد په واکمنۍ کې جوړ شوی وو. پخوانی انځور
ګشت ارشاد په ۲۰۰۶ز کال کې د سختدريځه ولسمشر محمود احمدي نژاد په واکمنۍ کې جوړ شوی وو. پخوانی انځور

د ایران د ګشت ارشاد په نوم د پولیسو ځواک د ختمېدو په اړه رامينځ ته شوی وضعیت لا هم روښانه نه دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د ايران ستر څارنوال وویل چې په سېپټېمبر کې د پولیسو په بند کې د مهسا امیني ترمړینې وروسته د پرلپسې روانو احتجاجونو په لړ کې دا “بدنامه” ځواک ختم کړل شوی دی.

۲۲ کلنه مهسا اميني د سېپټېمبر پر ۱۶مه د پوليسو په ولکه کې مړه شوې وه او ایرانیو چارواکو یې لامل د زړه درېدل بللي ول. د سېپټېمبر پر ۱۳مه د ایران ګشت ارشاد پولیسو هغه د حجاب قانون سرغړونې په تور ونیوله.

نیمه سرکاري خبري اژانس اېسنا د محمد جعفر منتظري په حواله د ډېسېمبر پر درېیمه ويلي ول چې د ګشت ارشاد پولیسو وظیفه ختمه شوې ده، خو تر دې یو ورځ وروسته ارنا خبري اژانس د نوموړي په حواله وویل چې کله له منتظري څخه پوښتنه وشوه چې ولې د ګشت ارشاد پولیسو کار ختم شوی دی، نو هغه ځواب ورکړ چې د پولیسو دغه ځواک له عدلیې (محکمې) سره تړاو نه لري.

نن(ډېسېمبر پنځمه) هم د لانجمن ګشت ارشاد په اړه د کورنیو چارو وزارت په ګډون د چارواکو له اړخه لا څه نه دې ویل شوي. ګشت ارشاد پولیسو ځواک په ۲۰۰۶ز کال کې د سختدريځه ولسمشر محمود احمدي نژاد په واکمنۍ کې د اسلامي لباس اغوستو او په خاصه توګه د ښځو د حجاب کولو لپاره دنده پیل کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG