د ایران د امنیت شورا وايي، د سېپټمبر په نیمايي کې د پیل شویو مظاهرو په ترڅ کې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.
د ايران د کورنیو چارو وزارت د امنیت شورا د ډېسېمبر پر درېیمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په "وروستیو بلوو" کې ۲۰۰ کسان ووژل شول.
د ايران د امنيت شورا دا شمېرې تر هغو کمې دي چې د بشري حقونو د څار ډلو وړاندې کړې دي.
د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک يوه قوماندان په وروستيو کې د وژل شويو کسانو شمېر شاوخوا ٣٠٠ ښوولی وو.
خو له فعالانو سره اړه لرونکي هرانا خبري اژانس ويلي ول چې د نومبر تر ٢٩مې نېټې د ناکراريو په ترڅ کې د ۶۴ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۵۹ مظاهره کوونکي وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ايران کې د مهسا اميني د مړینې پرضد د سېپټمبر مياشتې له نیمايي راهيسي مظاهرې روانې دي.
۲۲ کلنه مهسا اميني د سېپټېمبر پر ۱۶مه د پوليسو په ولکه کې مړه شوې وه او ایرانیو چارواکو یې لامل د زړه درېدل بللي ول. د سېپټېمبر پر ۱۳مه د ایران ګشت ارشاد پولیسو هغه د حجاب قانون سرغړونې په تور ونیوله.
د مهسا امیني مړینې په ټول هېواد کې خلک پارولي او د حکومت پرضد پراخ لاريونونه او احتجاجونه شوي دي.