د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایراني پارلمان سختدريځو غړيو مظاهرچيانو ته د سختو سزاګانو ورکولو پلان وړاندې کړی


په تهران کې د ايران د پارلمان په ودانۍ کې غړي بحث کوي ــ پخوانی انځور
په تهران کې د ايران د پارلمان په ودانۍ کې غړي بحث کوي ــ پخوانی انځور

د ایران د پارلمان سختدريځو غړو هغو مظاهرچيانو ته د سختو سزاګانو ورکولو پلان وړاندې کړی دی چې د دوی په وینا، له "بهرنيو دښمن هېوادونو" سره همکاري کوي.

د پلان له مخې د ټولنيزو رسنيو په ګډون له هرې غربي ادارې او رسنۍ سره هرډول رابطه به د "مځکې پر سر د فساد" تر عنوان لاندې همکاري او جرم ګڼل کېږي. دا هغه تور دی چې سزا يې مرګ ده او اکثره وخت د ایراني حکومت د پرځولو او جاسوسۍ په ډول قضيو کې پورې کېږي.

د سېپټېمبر پر ۱۶مه نېټه د ۲۲کلنې مهسا اميني د ناسم حجاب په تور د پوليسو په حراست کې مړينې په زرګونو ايرانيان سړکونو راوتو ته وهڅول چې دوی د نورو ازاديو او د ښځو د حقونو غوښتنه کوي.

دغو مظاهرو د ۱۹۷۹ز کال تر انقلاب وروسته د ایران د اسلامي حکومت لپاره تر ټولو لوی ګواښ پېښ کړی دی.

تېره مياشت د سختدريځو غړيو په مشرۍ د ايران د پارلمان په ۲۹۰ کې ۲۲۷ غړيو پر عدالت ټينګار وکړ چې د ځینو مظاهرچيانو د مرګ سزاوې دې منظورې کړي.

د مظاهرو پر مهال د خبريالانو، قانون پوهانو، فعالانو، د ډيجېټل حقونو مدافعينو او د ځینې نورو په ګډون په زرګونه کسان نيول شوي دي. هرانا (اېچ ار اې اېن اې) خبري اژانس، چې د بشري حقونو په فعالانو پورې اړه لري، ويلي چې په ايران کې د نومبر تر ۲۳مې پورې د نااراميو پر مهال د ۶۱ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۴۵ مظاهرچيان وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG