د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر سوله ییزو مظاهره چیانو د ایران زور زیاتی غندلی


د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران مستقل استازي د نومبر پر ۲۴مه د یو لیک له لارې ویلي چې دغه بریدونه یې د قامي امنیت د خوندي کولو لپاره ترسره کړي دي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران مستقل استازي د نومبر پر ۲۴مه د یو لیک له لارې ویلي چې دغه بریدونه یې د قامي امنیت د خوندي کولو لپاره ترسره کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر سوله ییزو مظاهره چیانو د ایران زور زیاتی غندلی او د دې په اړه یې په لوړه کچه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي ادارې د نومبر پر ۲۴مه د ۲۵ موافقو رایو او شپږو مخالفو رایو په ګډون موافقه وکړه چې د روانو مظاهرو په وړاندې د ایران له غبرګون سره تړلې ټولې سرغړونې وڅیړي او په دغه اړه د حقایقو موندنې یو نړیوال ماموریت رامینځته کړي. ۱۶ هیوادونو پر دغه مهال د خپلو رایو له ورکولو ډډه وکړه.

بل پلو ایران د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ کړی دی چې په عراق کې د کردي ډلو مرکز وتړي او هغوي بې وسلې وکړي.

د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو په نیزدو میاشتو کې په عراق کې میشت د کردانو ډلې په نښه کړې دي. تهران تور لګوي چې دا ډلې په ایران دننه بېقرارۍ ته لمن وهي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران مستقل استازي د نومبر پر ۲۴مه د یو لیک له لارې ویلي چې دغه بریدونه یې د قامي امنیت د خوندي کولو لپاره ترسره کړي دي.

د کردانو ډلې وايي چې ایران د کردانو په اهدافو له بریدونو سره کورنۍ بېقرارۍ له پولو بهر غځول غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG