د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې سوداګر افغانستان سره د تجارت لپاره د خرلڅو لار خلاصېدو غوښتنه کوي


د خرلڅو پر لاره روانه ټرک (انځور له ارشيفه)
د خرلڅو پر لاره روانه ټرک (انځور له ارشيفه)

د کورمې په خرلڅو کې د افغانستان پکتيا ولايت ته تللې لار تر بندېدو وروسته، ځايي سوداګر خفه دي او وايي چې د هرې ورځې په تېريدو یې په لکونو روپۍ تاوان کېږي.

مشال راډيو ته د رسېدلو معلوماتو ترمخه، له بېلابېلو تجارتي مالونو ډک لږ تر لږه ۱۰۰ ټرکونه د پاکستان او ۵۰ ټرکونه د افغانستان په خوا کې ایسار پاتې دي.

د تاجرانو اتحادیې یو مشر حاجی مصایب حسین د نومبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې په ګاډو کې سبزیانې او میوې دي چې د ډېر وخت په تېريدو به خرابې شي. هغه پر پاکستاني چارواکو، افغان طالبانو او ځايي قومونو غږ وکړ چې ژر تر ژره دې دا مسله حل او لاره پرانيزي.

د نومبر پر ۱۹مه او ۲۰مه دوپرزیو او بنګښو د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ملګرتيا له افغان طالبانو سره داسې وسلواله نښته وکړه چې پکې د ځايي چارواکو په وينا يو پاکستانی سرتېری، يو طالب او يو ولسي وګړی ووژل شول. نښته د ډېورنډ کرښې هغې غاړې، د افغانستان خوا ته پر پاتې ځمکې د لانجې پر سر شوې ده. د ځايي خلکو په خبره، طالبانو هلته پوستې‌ او سړکونه جوړول خو د کورمې دوپرزي او بنګښ وايي‌ چې دا ځمکه د دوی ده او د پاکستاني پوځ د اغزن تار د تېرولو په وخت اخوا پاتې شوې ده.

تر دې نښتې وروسته د طالبانو د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي د خبرو اترو لپاره ډیورنډ کرښې ته څېرمه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د نښتې ځای ته ولاړل چې له پاکستاني غاړې سره خبرې اترې وکړي. افغان رسنيو د طالبانو له خولې ويلي‌ چې دا ځمکه د افغانستان د حکومت ملکيت دی نو ځکه پرې د بل چا دعوه نه مني.

د نومبر پر ۲۲مه د پاکستان پوځ د کورمې قومي مشرانو سره په جرګه کې د خبرو پر مهال د ارامه اوسېدلو ويلي وو. په دې ملاقات کې شامل ملک حاجي علي جواد توري مشال راډيو ته ويلي وو چې په کورمه کې د پاکستاني پوځ يو افسر مېجر جنرل احسن خټک ورته وويل چې د طالبانو سره یې خبرې شوې، هغوی تعميراتي کار درولی او د دې مسلې د دايمي حل لپاره یې کابل سره رابطه کړې ده. پوځ تراوسه د دې خبرو په اړه په رسمي ډول څه نه دې ويلي.

د پاړه چینار يو اوسيدونکي او سوداګر حاجي رووف حسین مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د لارې تر بندېدو دمخه به هره ورځ نيږدې ۳۵۰ تجارتي ګاډي تلل راتلل چې اوس ولاړ دي. هغه زیاته کړه چې تر څو د دې مسلې دايمي حل راووځي، بايد ولاړو ټرکونو ته اجازه ورکړل شي.

په ۲۰۱۷ کې د پاکستان حکومت پر ډيورنډ کرښه د ازغن تار لګول پیل کړل. چارواکو ادعا درلوده چې دا کار د امنيت ښه کولو لپاره کوي. د افغانستان د هغه مهال حکومت د باړ لګولو اقدام یو اړخیزه بللی وو او مخالفت یې وکړ چې ورسره د دواړو ملکونو ترمینځ تعلقات ترینګلي شوي ول. خو پاکستان د اغزن تار لګولو ته دوام ورکړ او تېر کال یې وويل چې نيږدې ۹۵ فېصده کار یې بشپړ کړی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG