د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډنډ پټان اوسېدونکي وايي پر ډېورنډ کرښه وروستیو نښتو اندېښمن کړي دي


د طالبانو د حکومت چارواکي او پر ډېورنډ کرښه له پاکستانیو پوځي چارواکو سره خبرې کوي - د نومبر ۲۱مې انځور.
د طالبانو د حکومت چارواکي او پر ډېورنډ کرښه له پاکستانیو پوځي چارواکو سره خبرې کوي - د نومبر ۲۱مې انځور.

د پکتیا د ډنډ پټان اوسېدونکي وايي، پر ډېورنډ کرښه له خرلڅۍ سره نېږدې وروستیو نښتو اندېښمن کړي دي او یوشمېر کورنیو له سیمې څخه کډه کړې ده.

دوی دا څرګندونې د نومبر پر ۲۲مه تر هغې وروسته وکړې چې د نومبر پر ۱۹مه او ۲۰مه دوپرزیو او بنګښو د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ملګرتيا له افغان طالبانو سره داسې وسلواله نښته وکړه چې پکې دواړو غاړو ته مرګژوبله واوښته.

ځايي خلکو او چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې مرګژوبله د نومبر پر ۲۰مه شپې مهال په هغه نښته کې شوې چې د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته د افغانستان خوا ته پر پاتې ځمکې د لانجې پر سر وشوه. د ځايي خلکو په خبره، طالبانو هلته پوستې‌ او سړکونه جوړول خو د کورمې دوپرزي او بنګښ پر هغه ځمکه د ملکیت دعوه لري.

د ډنډ پټان ځايي اوسېدونکو ویلي دي چې د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته د پاکستان سرتېري او د دوو قومونو خلک او د طالبانو د حکومت ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. دوی د دواړو خواوو پر چارواکو ټینګار کوي چې د خبرو له لارې دې لانجه هواره کړي.

په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له ډېورنډ کرښې سره د نېږدې سیمې اوسېدونکي یوسف د نومبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، د دواړو لوریو پلاویو د نومبر پر ۲۱مه خبرې وکړې خو نتیجې ته و نه رسېدل.

دی زیاتوي، د وروستیو نښتو له وجې بې ځایه شوي خلک له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي چې باید ورسره بیړنۍ مرستې وشي.

تر اوسه معلومه نه ده چې له هغه ځایه څومره خلک بې کوره شوي دي خو ځايي خلک وايي، یوشمېر کورنیو د تاوتریخوالي له وجې کډه کړې ده.

د سیمې بل اوسېدونکی اریاز وايي، تر تاوتریخوالي وروسته د خرلڅیو لاره تړل شوې ده چې له کبله یې سوداګري درېدلې ده. "پاکستاني ډرېوران په دې لوري کې او افغان ډرېوران د خرلڅیو په لوري کې بند پاتې دي. د ناروغانو پر مخ لاره تړل شوې ده او اړتیا ده چې دا لانجه د خبرو اترو له لارې حل شي."

د پولې دواړو خواوو اوسېدونکي له پخوا راهیسې هغه لاره پلي تګ راتګ او په څارویو او اوښانو باندې د مالونو د وړلو او راوړلو لپاره کاروله چې اوس ورباندې مال وړونکي او د سپرلیو ګاډي تګ راتګ کوي.

موږ د نومبر پر ۲۱مه او ۲۲مه په پرله پسې ډول د طالبانو د حکومت له ملکي او امنیتي چارواکو سره رابطې وکړې خو ورسره په خبرو و نه توانېدو.

تر دې مخکې د کورمې چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د مذاکراتو بهیر روان دی. د ډنډ پټان یو بل اوسېدونکی رشید هم وايي چې قومي مشران او ځايي چارواکي خبرې اترې کوي.

دی زیاتوي چې په سیمه کې اوس جګړه نه شته او ارامي ده خو دواړه خواوې باید په مذاکراتو کې د مسلې تلپاتې حل ولټوي.

XS
SM
MD
LG