د راپورونه له مخې تر بنديز لاندې وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دوه مهم غړي په افغانستان کې وژل شوي دي.
افغان اسلامي اژانس نن (د نومبر پر ۱۸مه) د ټي ټي پي د پخواني ویاند احسان الله احسان او پر ټولنیزو شبکو د خپرو شویو پوسټونو په حواله خبر ورکړی چې د پاکستاني طالبانو د يو مهم مشر سیف الله بابوجي مړی، په داسې حال کې چې موټرسایکل او کلاشینکوف هم ورسره ول، د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
بلخوا د ذاکرین په نوم د ټي ټي پي یو بل قوماندان په پکتیا ولایت کې وژل شوی دی.
د افغان طالبانو سرچینو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ۲۰۱۲ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر کنټرول وروسته د پاکستاني طالبانو ځينې نور مشران هم په مرموز ډول هلته وژل شوي دي.
د طالبانو حکومت، په ځانګړي ډول د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني، د تېر ۲۰۲۱ز کال په وروستيو او بيا د روان کال په لومړيو مياشتو کې د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان د حکومت ترمينځ په مذاکراتو کې د منځګړي او سهولت کار رول هم لوبولی وو خو هغو مذاکراتو څه خاص نتيجه نه ده ورکړې.