د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د چمن-بولدک لار خپلې غاړې ته وتړله


د چمن بولدک لارې له تړلو سره د زرګونو خلکو ته تګ راتګ اغېزمنېږي.
د چمن بولدک لارې له تړلو سره د زرګونو خلکو ته تګ راتګ اغېزمنېږي.

په افغانستان کې طالب چارواکو یوځل بیا د چمن -سپین بولدک ترمینځ د پاکستان او افغانستان سرحدي پوله تړلې ده چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمینځ د پلي تګ راتګ سره سره تجارت هم بند شوی دی.

په کندهار کې د طالبانو والي تور لګولی د چمن په پوله د پاکستان سره د تګ راتګ په وخت پاکستاني چارواکي افغانان ځوري، ځکه دوی دغه پوله تړي. خو په چمن کې پاکستاني چارواکي وايي په پوله څوک نه ځوروي او چې څوک قانوني اسناد لري هغوی ته د تګ راتګ اجازه ورکول کيږي.

په چمن کي د ګمرک (کسټم) ادارې د چارواکو په وینا چې پوله نن د اکتوبر پر پینځمه نېټه ګهیځ مهال وتړل شوه.

د طالبانو د کندهار د والي يوسف وفا دفتر ويلي، د سپين بولدک پر پوله پاکستاني چارواکو افغانانو، تجارانو او ناروغانو ته زياتې ستونزې جوړې کړي دي، دوی له پاکستان سره د ستونزو هوارولو مسله شريکه کړې خو پاکستان یې دغه ستونزه نه ده هواره کړې ځکه دوی د ستونزو تر هواري، پوله تړي.

خو بل لور ته د چمن مرستیال کمشنر جمعه داد خان مندوخېل د وي او اې ډيوه خبريال نعمت الله سرحدي سره په خبرو کې ویلي، پوله د پاکستان د لوري ازاده ده، او زياته کړې يې ده په پوله څوک نه ځورول کيږي په قانوني اسنادو خلکو ته د تګ راتګ اجازه ده.

د افغانستان سره د چمن پوله تيره اوونۍ هم په پوله د خلکو د ستونزو له امله د يوې ورځې لپاره تړل شوې وه.

تر طالبانو وړاندې د افغان حکومت او پاکستان ترمینځ د چمن - سپين بولدک پر پوله دواړو غاړو ته د کندهار او سپين بولدک په تذکره او د چمن په شناختي کارډ خلکو ته د تګ راتګ اجازه وه. خو د طالبانو په واک کې تر راتلو وروسته له افغانستانه خلکو ته د ورځې په سر يواځې د سپين بولدک په تذکره د شپږو ساعتونو لپاره د سهار له اتو بجو تر دوو بجو پورې د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي. او د پاکستان له چمن ښاره په شناختي کارډ خلکو ته تګ راتګ ازاد دی.

د سوداګرو په وینا پر پوله د ټرانزټ سوداګري ازاده وه خو سوداګر او ګاډو والا هم شکايت کوي چې پر پوله به ورته د اسنادو باجود ستونزې جوړول کېدې او د هغې له امله بيا د سوداګرۍ ګاډو تګ راتګ هم کم شوی دی.

افغان کډوال چې له پاکستانه، افغانستان ته ستنيږي، هغوی هم شکايت کوي چې پر پوله د ستندېدو پرمهال ځورول کېږي خو پاکستاني چارواکي وايي څوک چې قانوني اسناد لري هغوی ته هېڅ مسله نه جوړوي.

له دې وړاندې په کابل کې طالبانو ويلي ول چې له پاکستان سره د تورخم او چمن په پوله د تګ راتګ په وخت افغانان د ستونزو سره مخامخ دي او دوی دغه ستونزه له پاکستان سره شريکه کړې ده.

د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له لوري د کابل تر نيولو وروسته پاکستان له افغانستانه د کډوالو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

د چمن سوداګرو اتحادیې مشر حاجي جلات خان د مشال راډیو خبریال ایوب ترین ته وویل چې د پولې له تړلو څخه نه یوازې د عادي سوداګرو لوی نقصان دی بلکې هغه تجارو ته هم لوي زیان رسېږي چې له افغانستانه انګور، انار، خټکي او نوره مېوه رابار کړې ده. د دې لارې له تړلو نه یوازې دوه اړخیزه تجارت ته زیان رسي، بلکې ناروغان هم ورسره په تکلیف کېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG