د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن ـ سپین بولدک لارې تړل کېدو پرضد احتجاج شوی


په چمن کې احتجاج کوونکي وايي، لس ورځې وشوې،‌ پوله لا هم تړلې ده او خلک بې روزګاره ناست دي. انځور- ارشیف
په چمن کې احتجاج کوونکي وايي، لس ورځې وشوې،‌ پوله لا هم تړلې ده او خلک بې روزګاره ناست دي. انځور- ارشیف

د چمن او سپېن بولدک ترمنځ د پولې تړل کېدو پرضد په چمن کې داسې احتجاج وشو چې د تجارانو او مزدورانو په ګډون پکې په ګڼ شمېر ځايي خلکو برخه اخیستې وه.

د اکتوبر پر ۱۵مه شوي دې احتجاج کې شریکو خلکو غوښتنه کوله چې طالبان او پاکستاني چارواکې دې زر تر زره د پولې پرانیستلو په اړه ناستې او خبرې سره وکړي.

د احتجاج یو مخکښ او د چمن تجارانو مشر صادق خان اڅکزي مشال راډیو ته وویل، دوی د احتجاجونو شوقیان نه دي بلکې پر دې مجبور شوي دي. ده وویل، لس ورځې وشوې،‌ پوله لا هم تړلې ده او خلک بې روزګاره ناست دي.

نوموړی وايي: "دا لاره په غیراعلانیه توګه بنده ده، دا نه معلومېږي چې قصور د چا دی، وجه یې څه ده؟ دلته په لکونه انسانان بې روزګاره دي، تګ راتګ نه شي کولای، د افغانستان ولس دلته په چمن کې ایسار دی او هلته پاکستاني وګړي په سپین بولدک کې بند دي."

د سپين بولدک له لارې ګڼ افغانان چمن ته را روان دي
د سپين بولدک له لارې ګڼ افغانان چمن ته را روان دي

صادق خان اڅکزي وویل، دا د طالبانو او پاکستانيو واکمنو ذمه واري ده چې دا لاره خلاصه کړي او د خلکو روزګار او ژوند بحال کړي.

دی وايي: "موږ له ملایانو دا غوښتنه کوو، موږ له امنیتي ادارو او پوځ څخه دا غوښتنه کوو چې زموږ د ولس څه ګناه ده؟ دوی دې سره کښېني، تګ راتګ دې پر افغان تذکره او پاکستاني قومي شناختي کارډ کړي، دا کار د ولسمشر اشرف غني او ولسمشر حامد کرزي په وخت کې هم روان وو، دا څه نوی کار نه دی."

دا احتجاج په داسې وخت کې شوی چې د تجارت او روزګار درېدو تر څنګ په سلګونه هغه افغان وګړي هم له ماشومانو او مېرمنو سره په چمن کې ایسار دي چې پاکستان ته په علاج پسې تللي وو.

پر چمن لاره د افغانانو ستونزه
پر چمن لاره د افغانانو ستونزه

د افغانستان د پکتیکا ولایت اوسېدونکي هدایت الله مشال راډیو ته وویل، د اکتوبر له پنځمې له ناروغانو سره په چمن کې ایسار دی. نوموړی وايي: "موږ د ډاکټر لپاره راغلي وو، درې ناروغان دي راسره، ‌ډېر په تکلیف کې یو، شپې پر سړکونو تېروو، د شپې ډېره یخني وي، هیڅ سهولت نشته، مېرمنې دي، ماشومان او سپین ږیري دي دلته."

د فراه ولایت اوسېدونکي عبدالغني وویل چې ناروغان ورسره دي او د خرڅ لپاره ورسره پیسې هم ختمې شوې دي. عبدالغني زیاتوي: "ماشومان او ناروغان راسره دي، له دواړو لوریو غوښتنه کوو چې دا لاره راته خلاصه کړي ، موږ خرڅ هم نه لرو او کارونه مو ډېر خراب دي."

کندهار: لارې تړل کېدو تجارت درولی او بېکاري ډېره کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:05 0:00

د غزني ولایت خیرالله وویل چې دی د زړه ناروغۍ په علاج پسې تللی و او اوس د لار تړل کېدو له کبله په چمن کې بند پاتې دی. نوموړی وویل:"په کومه شپه چې موږ راغلو نو پوله تړل شوې وه، ماشومان هم راسره دي، زما په خپله د زړه ناروغي ده، لس ورځې وشوې چې لاره تړلې ده، پیسې هم راسره ختمې شوې او بس پر میدان پاتې یو."

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر شمس صمیم د اکتوبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې دا موضوع د بهرنیو چارو په وزارت پورې اړه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ویاند عبدالقهار بلخي سره مو د خبرو هڅه وکړه خو د هغوی ټلیفون بند وو.

تر دې وړاندې په کندهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر رحمت الله نړیوال د اکتوبر پر اتمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د چمن او سپین بولدک ترمنځ لاره یې د اکتوبر پر پنځمه ځکه تړلې وه چې د ده په وینا، پاکستاني چارواکي د تګ راتګ پر وخت افغان وګړي بې ځایه ځوروي.

په دې اړه مو د اکتوبر پر ۱۵مه د چمن له مرستیال کمشنر جمعه داد مندوخېل سره د خبرو هڅه وکړه خو هغوی له خبرو ډډه وکړه. نوموړي د دې پولې تر تړل کېدو وروسته ډیوه راډیو ته ویلي وو چې لاره د پاکستان له خوا نه بلکې د افغانستان له خوا طالبانو تړلې ده.

XS
SM
MD
LG