د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن - سپين بولدک لار به اوس ۱۲ ساعته پرانیستې وي


د چمن - سپين بولدک لار
د چمن - سپين بولدک لار

د پاکستان حکومت وايي د چمن او سپين بولدک د لارې پرانیستلو وخت یې زیات کړی او اوس خلک کولی شي پر دې لاره دولس ساعته تګ راتګ وکړي.

د چمن ډپټي کمیشنر، جمعه داد مندوخېل د نومبر په ۱۳مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې پخوا دا لار د اتو ساعتونو لپاره خلاصه وه خو اوس خلک کولی شي د سهار له ۸ بجو څخه د ماښام تر ۸ پورې پر دې لاره سفر وکړي.

د نوموړي په وينا همدومر وخت د تجارتي ګاډو د تګ راتګ لپاره هم مقرر شوی. مندوخېل زیاته کړه چې دوی کوښښ‌کوي چې د مریضانو لپاره يوه لاره جلا کړي‌چې پاکستان ته وراوښتونکي ناروغه افغانان پرې تير شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG