د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي وليعهد پاکستان ته خپل سفر ځنډولی دی


د سعودي عرب ولیعهد محمد سلمان په يوه نړيواله غونډه کې (انځور له ارشیفه)
د سعودي عرب ولیعهد محمد سلمان په يوه نړيواله غونډه کې (انځور له ارشیفه)

پاکستاني چارواکي وايي اسلام اباد ته د سعودي عرب د وليعهد شهزاده محمد بن سلمان پلان شوی سفر ځنډېدلی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې ډان او ايکسپريس ټریبيون ورځپاڼو ته ويلي، ټاکل شوې وه چې محمد بن سلمان د نومبر پر ۲۱مه اسلام اباد ته سفر وکړي خو اوس دا يوې بلې نېټې ته ځنډېدلی دی.

خو نوموړې دا ونه ویل چې اوس به د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان کله پاکستان ته سفر کوي؟

د پاکستاني علماوو شورا (ال پاکستان علما کونسل) مشر مولانا طاهر اشرفي دولتي خبري اژانس ته ایسوشيټيډ پریس اف پاکستان ته ويلي‌چې سعودي وليعهد د خپلو مصروفيتونو له وجې پاکستان ته تګ ځنډولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف له خوا له لاهوره د اسلام اباد پرلور پیل کړی لاریون دوام لري.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند غوښتنه کوي چې حکومت دې په ملک کې تر وخت له مخه ټول ټاکنې وکړي‌ خو حکومت دا غوښتنه نه مني.

تر دې وړاندې د ۲۰۱۴م کال په سېپټمبر کې هم د چین ولسمشر پاکستان ته خپل سفر په داسې وخت کې ځنډولی وو چې عمران خان په اسلام اباد کې پر احتجاج وو.

خو د مولانا طاهر اشرفي په وینا، د محمد بن سلمان د سفر ځنډېدل د پاکستان له داخلي سياسي مسايلو سره څه اړه نه لري.

خو ځينو پاکستاني رسنيوو ليکلي چې د محمد بن سلمان د سفر د ځنډ لامل په پاکستان کې وروستۍ سیاسي ناکرارۍ او د ایتلافي حکومت پرضد د تحريک انصاف لاریون دی.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د اکتوبر او بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د نومبر په مياشت کې سعودي عرب ته تللی وو. دواړو هلته له سعودي چارواکو سره پر امنيتي، اقتصادي او سوداګریزو اړيکو خبرې کړې وې.

شهباز شريف پاکستان ته تر ستنېدو وروسته ويلي وو چې محمد بن سلمان ورته ويلي چې پاکستان ته به ورځي او هلته به يوه لويه صنعتي پروژه هم پرانيزي.

پاکستان په تېرو کلونو کې د اقتصادي او مالي مشکلاتو د هواري لپاره د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور په ګډون له چین، متحده عربي اماراتو او سعودي عرب څخه مالي مرستې ترلاسه کړې دي.

د پاکستان دولتي بانک د سیپتمبر پر ۱۸مه پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه په بیان کې لیکلي وو چې د سعودي عرب پرمختیايي صندوق (سعودي فنډ فار ډېوېلپمنټ) تایید کړې چې د پاکستان په دولتي بانک کې د درې اربه ډالرو د ساتلو موده غځوي.

سعودي دا پیسې په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان په دولتي بانک کې اېښې وې چې موخه یې د هغه هېواد د بهرنیو پیسو د زېرمو ملاتړ او پیاوړي کول ول.

XS
SM
MD
LG