د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تحريک انصاف اسلام اباد ته احتجاجي لاريون بیا پيل کړ


پاکستان تحريک انصاف ګوند د نومبر پر ۱۰مه د پنجاب له وزيراباده خپل لانګ مارچ بيا پيل کړ ــ پخوانی انځور
پاکستان تحريک انصاف ګوند د نومبر پر ۱۰مه د پنجاب له وزيراباده خپل لانګ مارچ بيا پيل کړ ــ پخوانی انځور

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان یو ځل بیا د اسلام اباد پر لور لاريون يا لانګ مارچ د پیلولو اعلان کړی دی.

عمران خان د نومبر پر ۱۰مه په یو ویډیويي پیغام کې وویل چې د پنجاب د وزیراباد له هغې سیمې څخه خپل لاریون پیلوي چیرته چې د ده پر قافله ډزې شوې وې او ۱۳ کسان پکې زخمیان شوي او یو بل وژل شوی وو.

عمران خان پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې پر څلورنيمې بجې مازيګر پيلېدونکي د "ریښتیني ازادۍ" لپاره د اسلام اباد پر لور د لاریون ملګري شي.

بلخوا وفاقي حکومت دا لاریون د فتنه مارچ په نامه یاد کړی دی. د پاکستان د کورنيو چارو وزير راناثناالله د نومبر پر اتمه په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې د مظاهرچیانو د مخنیوي لپاره یې تیاری نیولی او لارو بندولو ته به يې نه پرېږدي. هغه زیاته کړه چې د تګ راتګ لارې پرانیستې ساتل د خیبر پښتونخوا او پنجاب د صوبايي حکومتونو قانوني ذمه واري ده. نوموړي زیاته کړې چې د څو فسادیانو له لاسه په کروړونو خلک د بیقرارۍ سره مخ دي. رانا ثناالله اعلی عدالتونو ته خواست کړی چې دې معاملې ته پام وکړي.

د راولپنډۍ انتظامیې اعلان کړی چې نن (د نومبر پر ۱۰مه) به هلته تعلیمي ادارې تړلې پرتې وي. دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف ګوند پلویانو له تیرو دريو ورځو راهیسې راولپېنډۍ او اسلام اباد ته په تلونکو لارو احتجاجي مظاهرې کړې دي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د لاریون پر مهال په ډزو کې ژوبل شو. هغه ګوند پر هم هغه ورځ او عمران خان د نومبر پر څلورمه دعوه وکړه چې په برید کې شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله او د پوځ یو افسر مېجر جنرال فیصل نصیر شریک دي.

د پاکستان حکومت د تحریک انصاف او عمران خان تورونه رد کړي دي او په دې اړه یې د پلټنو ژمنه کړې ده. د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) هم د نومبر څلورمې پر ماښام په بیان کې د تحریک انصاف او د عمران خان تورونه "بې بنیاده" وبلل او رد یې کړل.

د تحريک انصاف مشرانو تور پورې کړی چې پولیس د پوځي اېسټېبلېشمنټ له وېرې پر عمران خان د بريد مقدمه نه دایروي او له همدې امله یې سپریم کورټ ته مخه کړې وه. سپريم کورټ د پنجاب پوليسو ته حکم کړی وو چې په ۲۴ ساعتونو کې دې مقدمه درج کړي.

د پنجاب پولیسو د نومبر پر اوومه د پېښې په اېف ای ار کې د دغه مشکوک کس نوم نويد یاد کړی دی. عمران خان د اکتوبر پر ۲۸مه نېټه د نوو ټاګنو د غوښتنې لپاره له لاهور څخه د اسلام اباد پر لور لاريون پیل کړی وو، خو په وزیراباد کې ورباندې تر بريد وروسته يې وځنډاوو.

XS
SM
MD
LG