د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان تحريک انصاف احتجاجي لاريون دوام لري


پاکستان تحریک انصاف ګوند د اوو ورځو تر دمې وروسته د نومبر پر ۱۰مه د اسلام اباد پر لور خپل احتجاجي لاریون بيا پیل کړی دی. انځور له ارشيفه
پاکستان تحریک انصاف ګوند د اوو ورځو تر دمې وروسته د نومبر پر ۱۰مه د اسلام اباد پر لور خپل احتجاجي لاریون بيا پیل کړی دی. انځور له ارشيفه

پاکستان تحریک انصاف ګوند د اوو ورځو تر دمې وروسته د نومبر پر ۱۰مه د پنجاب له وزیراباده د اسلام اباد پر لور خپل احتجاجي لاریون بيا پیل کړی دی.

د ګوند مشر او د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان د نومبر پر ۱۰مه په لاهور کې له خپل کوره د احتجاجي لاريون ګډونوالو ته په یو ویډیويي پیغام کې وویل چې ګوند یې د وزیراباد له هغې سیمې څخه خپل لاریون بیا پیلوي چیرته چې د ده پر قافله ډزې شوې وې او ۱۳ کسان پکې زخمیان شوي او یو تن پکې وژل شوی وو.

عمران خان د نومبر پر ۱۰مه په یو ټویټ کې پر خپلو پلویانو دا غږ هم کړی چې تړل شوي سړکونه او لارې دې ژر تر ژره خلاصې کړي. د پاکستان تحريک انصاف پلويانو اسلام اباد ته تلونکې ځينې لويې لارې بندې کړې وې او احتجاجي مظاهرې يې کړې وې. د لارو بندېدو او احتجاجي مظاهرو له کبله د نومبر پر ۱۰مه راولپېنډۍ کې ټولې تعليمي ادارې تړل شوې وې.

بلخوا وفاقي حکومت دا لاریون د فتنه مارچ په نامه یاد کړی دی. د پاکستان د کورنيو چارو وزير راناثناالله د نومبر پر اتمه په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې د مظاهرچیانو د مخنیوي لپاره یې تیاری نیولی او لارو بندولو ته به يې نه پرېږدي. هغه زیاته کړه چې د تګ راتګ لارې پرانیستې ساتل د خیبر پښتونخوا او پنجاب د صوبايي حکومتونو قانوني ذمه واري ده. نوموړي زیاته کړې چې د څو فسادیانو له لاسه په کروړونو خلک د بیقرارۍ سره مخ دي. رانا ثناالله اعلی عدالتونو ته خواست کړی چې دې معاملې ته پام وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د لاریون پر مهال په ډزو کې ژوبل شو. هغه ګوند پر هم هغه ورځ او عمران خان د نومبر پر څلورمه دعوه وکړه چې په برید کې شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله او د پوځ یو افسر مېجر جنرال فیصل نصیر شریک دي.

د پاکستان حکومت د تحریک انصاف او عمران خان تورونه رد کړي دي او په دې اړه یې د پلټنو ژمنه کړې ده. د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) هم د نومبر څلورمې پر ماښام په بیان کې د تحریک انصاف او د عمران خان تورونه "بې بنیاده" وبلل او رد یې کړل.

د تحريک انصاف مشرانو تور پورې کړی چې پولیس د پوځي ايسټېبليشمنټ له وېرې پر عمران خان د بريد مقدمه نه دایروي او له همدې امله یې سپریم کورټ ته مخه کړې وه. سپريم کورټ د پنجاب پوليسو ته حکم کړی وو چې په ۲۴ ساعتونو کې دې مقدمه درج کړي.

د پنجاب پولیسو د نومبر پر اوومه د پېښې په اېف ای ار کې د دغه مشکوک کس نوم نويد یاد کړی دی. عمران خان د اکتوبر پر ۲۸مه نېټه د نويو انتخاباتو د غوښتنې لپاره له لاهور څخه د اسلام اباد پر لور د "حقيقي ازادي" په نوم احتجاجي لاريون پیل کړی وو، چې بيا وروسته يې په وزیراباد کې ورباندې تر بريد وروسته ځنډولی وو.

XS
SM
MD
LG