د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم شهباز شریف له چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ سره لیدلي دي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د نومبر پر دویمه په بیجنګ کې له چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ سره د لیدو پر مهال.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د نومبر پر دویمه په بیجنګ کې له چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ سره د لیدو پر مهال.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چین په دوه ورځني سفر بیجنګ ته تر رسېدو وروسته له ولسمشر شي جېنپېنګ سره لیدلي دي.

د وزیراعظم دفتر د نومبر پر دویمه رسنیو ته د دواړو مشرانو د ملاقات ویډیو استولې ده خو نور معلومات یې نه دي ورکړي خو تر دې مخکې یې په بیان کې ویلي ول چې شریف له خپل چینايي سیال لي کیچیانګ سره هم ویني او د ملاقاتونو پر مهال به هغوی د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکې همکارۍ او ملګرتیا په ګډون پر سیمه ییزو او نړیوالو چارو وغږېږي.

دا په اپرېل کې د واک تر سمبالولو وروسته چین ته د وزیراعظم شهباز شریف لومړی سفر دی.

د پاکستان وفاقي حکومت ویلي چې د وزیراعظم دا سفر د چین- پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سیپیک) پروژو د چټکولو لپاره مهم دی او په دې باب به هم خبرې وشي.

د منصوبه بندۍ او ترقیاتي چارو وفاقي وزیر احسن اقبال د نومبر پر لومړۍ نېټه په بیان کې وویل چې د وزیراعظم شهباز شریف چین ته د دورې پر مهال یوشمېر مفاهمتي یاداښتونه هم لاسلیکېږي.

نوموړي د سيپیک د دوو پروژو ذکر کړی دی او ویلي دي چې دواړه خواوې د اېم اېل یو او د کراچۍ پر حلقوي یا سرکیولر پټلیو کار کولو ته ژمن دي چې بشپړېدل به یې د چین او پاکستان اقتصادي او کاروباري هلو ځلو ته ګټه ورسوي.

اقبال زیاته کړې چې د سيپیک پروژو له مخې په صنعتي برخه کې له همکاریو سره به په پاکستان کې د روزګار موقعې پیدا شي.

يوه بله مسله چې د بیجنګ اندېښنې یې زیاتې کړې دي په پاکستان کې پر چينايي وګړو بریدونه دي. په تېرو کلونو کې بلوڅ او سینديو وسلوالو ډلو پر چينايي اهدافو او وګړو بریدونه زیات کړي دي. چينايي‌چارواکو له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې د چينايي وګړو حفاظت دې یقيني کړي. پاکستان د چين اقتصادي راهدارۍ پروژو د امنيت لپاره يوه ځانګړې پوځي قطعه يا یونټ هم جوړ کړی.

د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د اکتوبر په ۲۹مه په یوه خبري غوڼده کې وومنله چې د ۶۴ اربه ډالرو ارزښت لرونکو پروژو کارونه ځنډېدلې دي.

نوموړې وويل چې د راهدارۍ پروژو د عملي کولو د شریکې کمېټې غونډه له څلورو کلونو راهیسې نه وه شوې چې د اکتوبر په ۱۵مه وشوه. هغې زیاته کړه چې د وزيراعظم د سفر پر وخت به د هغو پروژو د کارونو چټکولو او نورو دوه اړخيزو اړيکو پخولو په اړه مهمې خبرې وشي.

چين په ۲۰۱۵ز کال کې په پاکستان کې د ۴۶ اربه ډالرو ارزښت لرونکې پروژې عملاً پیل کړې چې اوس پکې د سیپیک منتظمې ادارې د ووبپاڼې له مخې، پانګونه ۶۴ اربه ډالرو ته رسېدلې ده.

XS
SM
MD
LG