د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف چين ته تللی


وزيراعظم شهباز شريف او د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري (انځور له ارشيفه)
وزيراعظم شهباز شريف او د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري (انځور له ارشيفه)

د پاکستان چارواکي وايي چين ته د وزيراعظم سفر د دواړو هېوادونو د اقتصادي راهدارۍ پروژې د ځنډیدلو کارونو د پيلولو لپاره مهم دی.

وزیراعظم شهباز شریف د نومبر په لومړۍ نېټه چين ته تللی. د پاکستان د سرکاري راډیو د یو خبر له مخې وزیراعظم به په خپل دوه ورځنی سفر کې د چینایي ولسمشر شي جین پینګ او نورو چینایي چارواکو سره ملاقات کوي.

دا د وزیراعظم په حیث د شهباز شریف چین ته لومړنی سفر دی او تمه ده چې نوموړی به په پاکستان کې پر چینایي سرمایه کارۍ، دوه اړخیزه سوداګرۍ او ځینو نورو مهم مسلو خبرې کوي.

د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د اکتوبر په ۲۹مه په یوه خبري غوڼده کې وومنله چې د ۶۴ اربه ډالرو ارزښه لرونکې، د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې کارونه ځنډیدلې دي.

نوموړې وويل چې د راهدارۍ پروژو د عملي کولو د شریکې کمېټې غونډه له څلورو کلونو راهیسې نه وه شوې چې د اکتوبر په ۱۵مه وشوه. هغې زیاته کړه چې د وزيراعظم د سفر په وخت به د دې پروژې د کارونو تيزولو او نورو دوه اړخيزو اړيکو پخولو په اړه مهمې خبرې وشي.

چين په ۲۰۱۵ کال کې د ۴۶ اربه ډالرو په لګښت، په عملي ‌ډول په پاکستان کې د اقتصادي راهدارۍ پروژې شروع کړې چې د راهدارۍ د منتظمې ادارې د ووبپاڼې له مخې، اوس ۶۴ اربه ډالرو ته رسېدلې دي.

د دې پروژو مرکز په بلوچستان کې دی چې له پاکستانه ازادي غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې پکې فعالې دي او پر چينايي پانګونې یې وخت په وخت بريدونه کړي دي. په دوی کې یوې، بلوچ لېبريشن ارمي د روان کال په اپرېل کې د هغه ځانمرګي برید ذمه واري اخیستې وه چې د شاري بلوڅې په نوم يوې ښځې په کراچۍ د چين پر يو کلتوري مرکز وکړ. په هغه حمله کې درې چينايي استادان وژل شوي ول. بلوچ لېبریشن ارمي ويلي ول چې چين د پاکستان سهولت کار او د دوی د وسايلو وړونکی دی، نو ځکه یې وګړي په نښه کوي.

د سيپتمبر په ۲۸مه، د پاکستان حکومت په کراچۍ کې په یوه برید کې د یوه چینايي وګړي تر وژنې او د دوو ژوبلېدو وروسته په هغه هېواد کې د مېشتو چینایانو امنیت لپاره د زیاتو اقداماتو اعلان کړی وو. د کراچۍ د پولیسو یوه مشر اسد رضا د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې د سيپتمبر پر ۲۸مه په شوې حمله کې د غاښونو هغه کلېنېک په نښه شوی چې د پاکستان او چين دواړو تابعيت لرونکو وګړو وو. د هغه په وينا، د برید ښکار شوې چینایۍ ښځه او مېړه له تېرو درې لسيزو راهیسې په کراچۍ کې اوسيدل.

د دې حملې ذمه واري د سیندودېش د خلکو پوځ (Sindhudesh People’s Army) په نوم یوې نوې وسله والې ډلې منلې ده. تر دې مخکې پر چینايي وګړو د اکثرو حملو ذمه واري بلوڅ بېلتونپاله وسله والو ډلو منلې وه.

په اسلام اباد کې د سولې د مطالعاتو څېړنیز مرکز مشر عامر رانا وايي د بېلابېلو وسله والو ډلو ترمینځ پر چينايانو د حملو لپاره هم اهنګي د امنيتي ادارو لپاره نوي چيلېنجونه زېږوي. د هغه په وينا پاکستاني او چينايي چارواکي مجبوره دي يو داسې شريک پلان جوړ کړي چې له مخې یې د چينايي وګړو ژوند خوندي شي.

XS
SM
MD
LG