د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: د پاکستان اقتصادي راتلونکی له سيپېک پروژې سره تړلی دی


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف: انځور له ارشیفه
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف: انځور له ارشیفه

د پاکستان وزیراعظم وايي، د هیواد سباوون د چین ـ پاکستان تر منځ په اقتصادي د هلېز پورې تړلی دی.

شهباز شریف دا څرګندونې د جون پر ۲۵مه، په کراچۍ کې د بحري اکېډمۍ د محصلینو د فراغت غونډې پر مهال جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. شهباز شریف وړاندې وویل، د پاکستان اقتصادي راتلونکی د سيپېک پروژې د کامیابۍ سره تړلی دی. د نوموړي په وینا د چین او پاکستان ترمنځ په اقتصادي راهدارۍ کې د ګوادر بندر ته خاص اهمیت حاصل دی او د دې مقصد د لاس ته راوړلو لپاره د پاکستان د بحریې ونډه ډېره اړینه او مهمه ده.

تر دې یوه ورځ وړاندې د جون پر ۲۴مه شهباز شریف د یو پلاوي په مشرۍ د بلوچستان ساحلي ښار ګوادر ته ولاړ او هلته یې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د بلوچستان صوبې د ستونزو د حل لپاره وفاقي حکومت سنجیده دی. وزیر اعظم وويل چې وفاقي حکومت چې د بلوچستان له ولس سره کومې ژمنې کړي، د هغه به هڅه وي چې پر وخت يې پوره کړي. شهباز شریف وويل چې د دې لپاره يې په موجوده کلني بجټ کې د بلوچستان د پرمختګ لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ مختص کړي دي چې پکې د ګوادر پوهنتون د ودانۍ جوړول هم شامل دي.

د ګوادر ساحلي ښار: انځور له ارشیفه
د ګوادر ساحلي ښار: انځور له ارشیفه

نوموړی وايي: "هڅه مو ده چې زموږ بچي د تعلیم په ګاڼو ښايسته شي او خلک ومني چې د ګوادر ماشومان هم د کراچۍ له ماشومانو سره په تعلیم کې برابر دي."

د پاکستان وزیر اعظم په ګوادر کې د کب نیوونکو له مشرانو سره هم ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدلې. نوموړي له هغو سره ژمنه وکړه چې مسلې به یې ورته هواروي او د هغوی د سهولت لپاره به په راتلونکو درو میاشتو کې هغوی ته دوه زره نوې بېړۍ او ماشینونه ورکوي. شهباز شریف د ګوادر د کب نیوونکو د کورونو د جوړولو لپاره د ۲۰۰ اېکړه ځمکې د ورکولو اعلان هم وکړ.

د سيپېک پروژو ګټي به قبايلي ضلعو ته هم رسيږي: ډاکټر لياقت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نوموړي په ګوادر کې د بجلۍ په کمبوت باندې هم خپګان ښکاره کړ او ویې ویل، د ګوادر لپاره چې د ایران نه د برېښنا د رسد کوم تار د ایران نه راوستل کېږي، پر هغې باندې د ایران لوري ته کار یو کال وړاندې پای ته رسېدلی خو د پاکستان لوري ته کار یې تر اوسه نه دی بشپړ شوی. د نوموړي په وینا دا دتېر حکومت د سستۍ له وجې پاتې دی. نوموړي په ګوادر کې غونډې ته د وینا پر مهال دا ژمنه هم وکړه چې په راتلونکو درو میاشتو کې به له ایرانه ګوادر ته د ۱۰۰ میګا واټه برېښنا رسد چارې پیل شي. نوموړي وویل، د دې کار لپاره به راتلونکې اوونۍ د کابینې په غونډه کې منظوري واخیستل شي.

دا په تيره یوه نيمه میاشت کې ګوادر ته د وزیر اعظم شهباز شريف دوهمه دوره ده. له نوموړي سره په دې سفر کې د وفاقي کابینې یو شمیر غړي هم شامل وو.

په بلوچستان کې د ګوادر بندر تر څنګ يو شمېر ترقیاتي پروژې د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ برخه دي چې مالیت يې تر ۶۰ اربو ډالرو زیات جوړېږی.

XS
SM
MD
LG