د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوې څېړنې د چین - پاکستان پانګونه کې د روڼوالي او برابرۍ سپارښتنې کړې


فایل: یو پولیسوال په اسلام کې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین، چینايي ولسمشر شي جینپینګ او پخواني پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف له یوه ستر تصویر سره ولاړ دی چې په ۲۰۱۵ ز کال د شي هرکلي ته لګول شوی دی.
فایل: یو پولیسوال په اسلام کې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین، چینايي ولسمشر شي جینپینګ او پخواني پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف له یوه ستر تصویر سره ولاړ دی چې په ۲۰۱۵ ز کال د شي هرکلي ته لګول شوی دی.

په بیجینګ او اسلام اباد کې چارواکي تل د چین – پاکستان اقتصادي راهداري د یوه ستر اوښتون زېری او د پاکستاني اقتصاد ټولو ناخوالیو ته یې ځواب ګڼي.

خو یوې نوې څېړنې خبرداری ورکړی چې د پاکستان بنیادي ډانچه، انرژۍ او صنعت کې د چین پانګونې اغېزې د راهدارۍ لارې په مېشتو ولسونو کې ناکراري راپارولی شي چې ښايي د دې ګټې د بهرنیو جېبونو ته ولوېږي.

د نړیوال کړکېچ ډلې یوې څېړنې خبرداری ورکړی چې، ”سیپېک به د وفاقي مرکز او لیرې پرتو سیمو ترمنځ به درزونه نور ژور کړي، صوبې به راوپاروي چې لا د وړاندې بې برخې دي، ټولنیز وېش به لاپسې پراخ کړي او ښايي د شخړې نوې سرچینې وزېږوي.“

د برسلز مېشتو کارپوهانو ډلې د جون په ۲۹مه په خپل یوه څېړنیز راپور کې کښلي که اسلام ابادپه خپل پارلمان او صوبايي اسمبلیانو کې پر اقتصادي راهدارۍ هر اړخیزه بحثونه و نه کړي او له ځايي ولسونو سره سلا مشورې و نه کړي، نو داسې نه ښکاري چې خپل کمزوری اقتصاد به بیرته پر پښو ودروي.

یادې ډلې لیکلي چې ډېری ستونزې د تتې یا ناڅرګندې تګلارې له جوړښته او بل سیمه ییزې او ځايي اندېښنې له پامه غورځولو څخه راټوکېدلې دي. لیکنه پرمخ کاږي چې د چین – پاکستان اقتصادي راهدارۍ اوږد-مهالی پلان (۲۰۱۷-۲۰۳۰) کې وفاق د ځايي مشرانو، سوداګرو او مدني ټولنو فعالانو نظر ته ډېر لږ ځای ورکړی دی.

ای سي جي وايي، مخور پاکستاني سوداګر او ځینې لوړپوړي چارواکي د سیپېک پر ممکنه اقتصادي اغېزو اندېښمن دي او په خبره یې چې دا به د اسلام اباد ګټې د بیجینګ تر هغو لاندې کړي.دوی د ځايي کاروباریانو ګټې خوندي ساتلو کې ناکامۍ هم اندېښمن کړي دي، چینايي پانګوالو ته د پانګونې پرسر بې شانه ضمانتونه ورکړل شوي. په رپوټ کې راغلي چې پاکستانیو سوداګروله وسه وتلیو قامي پورونو هم اندېښمن کړي دي.

سیپېک د چین خیالورېپروژې یو سړک یوه پټۍ برخه ده چې موخه یې د پانګونې، نښلونې، سوداګرۍ او انرژۍ په مټ د اسیا په لر او بر کې اقتصادي او سیاسي ځمکلید/ منظرنامه اړول دي.

د ۲۰۱۵ ز کال په اپرېل کې سیپېک پروژه پیل شوه چې د نېږدې ۶۰ اربه ډالرو په پورونو به پانګونه، د ټرانسپورټ بنیادي ډانچې، د انرژۍ پروژې، صنعتي پارکونه او کرهنیز جدیت کېږي.

د سیپېک پروژه کې د ۲۷۰۰ کلومیټره غځېدلې لارې موخې په عرب سمندرګي کې د پاکستان جنوب-لوېدیځې صوبې بلوچستان ګوادر بندر د چین جنوب-لوېدیځ سینکیانګ سیمې له کاشغر سره نښلول دي.

ای سي جي وايي، له دې پروژې سره د پاکستان د درې وړې صوبې لکه بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سیند له اسلام او خیتزې صوبې پنجاب سره په ممکنه جنجال کښېوتلی شي.

په رپوټ کې راغلي چې په ”لږه-پرمختلليو وفاقي اکايایانو لکه بلوچستان او سیند پر دې کانې دي چې د راهدارۍ لار، بنیادي ډانچه او صنعتي پروژې به پنجاب ته ګټې ورسوي چې له وړاندې بډایه او له سیاسي پلوه زوروره صوبه ده،“ رپوټ زیاتوي ”ان په پنجاب کې به د سیپېک کرهڼېزې پروژې لپاره په زوره د ځمکو نیونه به د ځايي ولس مقاومت راوپاروي. “

بلوچستانچې له ۲۰۰۴ ز کال راهیسې د بېلتونپالنې له راخوټېدلي یاغیتوبه ناکراره ده. نو د ای سي جي په اند د چین وربهېدونکې پیسې او ګټې به یې مرسته و نه کړای شي.

په رپوټ کې راغلي ”سیپېک په دغه هېواد کې د ولسونو ترمنځ له وړاندې شته ناهیلۍ او محرومۍ لاپسې زیاتوي چې مرکز دوی له پامه غورځوي، او دا هغه څه دي چې یاغیتوب یې راپارولی دی. “

په رپوټ کې پر ګوادر د سیپېک هغه ترخه اثرات هم په تفصیل سره بیان شوي چې بیجینګ غواړي دغه ښارګوټۍ په شینژن واړوي.

رپوټ وايي، پرځای د دې چې اسلام اباد او بیجینګ د ماهيګرۍ دغه ویده کلی په غوړېدلي کاروباري مرکز اړولی وای، خو دلته سیپېک پروژه کې پراخ پوځي زون په تیارېدو دی.

ای سي جي په خپل رپوټ کې د سیند کلیوالې سیمې ترپارکر ضلعې بیان هم کړی دی چې ”په سیپېک له سکرو کاڼو د برېښنا موندلو پروژه نه یوازې چاپېریال ککړوي بلکې ځايي ولس یې خپلو کورونو پرېښولو ته اړ اېستلي او د هغوی ژوندژواک یې ورویجاړ کړی دی. “

د نړیوال کړکېچ ډلې وړاندیز کړی چې د جولايي ۲۵ مې نېټې تر پارلماني ټاکنو پس چې حکومت واک ترلاسه کړي نو هغوی ته پکار ده، د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه د راپورته شویو بحثونو حوصله افزايي وکړي او په دې لړ کې له اغېزمنو ځايي خلکو، مدني ټولنې او کاروباري مشرانو سره مشاورت زیات کړي. د ای سي جي په خبره هغه خلک چې ځمکې یې په دې منصوبه کې له لاسه ورکړي دي هغوی ته دې مناسبه معاوضه ورکړل شي او په خاصه توګه هغه چينايي او پاکستانۍ کمپنيانې چې په دې پروژه کې ښکېلې دي ځايي کارګرانو له روزګار ورکړي.

په راپور کې پر اسلام اباد او بیجینګ ټینګار شوی دی، پکار ده چې په سیپېک کې دا وړاندیزونه ښه په غور او سړه سینه وسنجوي او د نمایش پرځای یې پلي یا عملي کړي.

XS
SM
MD
LG