د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف وايي د تحریک انصاف لاریون اسلام اباد ته نه پرېږدي


شهباز شریف وویل، د لاریونوالو ضد له قانون سره سمه کارروايي کوي - پخوانی انځور.
شهباز شریف وویل، د لاریونوالو ضد له قانون سره سمه کارروايي کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف وايي د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف لاريون ته اسلام اباد ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.

هغه د اکتوبر پر ۲۲مه په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې عمران خان د "مستند غل" په نامه یاد کړ او و یې ويل چې" قطعاً به یې اسلام اباد ته پرې نه ږدي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان دقامي اسمبلۍ له څوکۍ څخه تر خپلې نااهلۍ وروسته ویلي دي چې د حکومت ضد لاریون کوي خو شریف وویل چې د لاريون پر ضد به د "قانون له مخې" کارروايي کېږي.

پر همهغه ورځ په اسلام اباد کې د تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان هم خبري غونډه لرله چې پکې نوموړي وويل چې د اکتوبر پر ۲۷مه یا ۲۸مه به د اسلام اباد پر لوري د لانګ مارچ یا لاریون وروستۍ نېټه اعلانوي او د انتخاباتو نېټې تر اعلانولو پورې به هلته ناست وي. خان په اپرېل کې د وزیراعظمۍ له څوکۍ له ګوښه کېدو راهیسې احتجاجي جلسو ته دوام ورکړی او ټینګار کوي چې اوسنی حکومت دې تر وخت مخکې د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.

خو شهباز شریف یو ځل بیا ټینګار وکړ چې حکومت یې خپل قانوني وخت پوره کوي او عام انتخابات به ۱۱ میاشتې وروسته پر خپل وخت وشي.

عمران خان په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د انتخاباتي کمېشن د اکتوبر ۲۱مې پرېکړه وغندله او و یې ول چې د توشه خانې په نامه د بهرنيو ډاليو د خرڅولو په مقدمه کې پر هغه لګېدلي تورونه له سياسته د هغه د "ليرې ساتلو يوه بهانه" ده.

د کمېشن د مشر سکندر سلطان راجا په مشرۍ څلور کسیزه جرګګۍ په اسلام اباد کې په فیصله کې وویل چې خان د خپلو شتمنیو په اړه سم تفصیل نه دی ورکړی نو ځکه یې د لوړپوړې څوکۍ لپاره نااهله کوي.

تحریک انصاف ګوند د کمېشن د فیصلې پرضد په اسلام اباد های کورټ کې درخواست دایر کړی دی.

انتخاباتي کمېشن دا فیصله پر داسې مهال کړې ده چې عمران خان د اکتوبر پر ۱۶مه د قامي اسمبلۍ د اتو حلقو په ضمني انتخاباتو کې شپږ څوکۍ وګټلې.

ضمني انتخاباتو کې د پاکستان تحریک انصاف د بریالیتوب تر شا څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:41 0:00

خان د ټاکنو د خپلواک کمېشن مشر سکندر سلطان راجا "د شهباز شريف د نوکر" په نوم یاد کړ او و یې ويل چې د تحريک انصاف خلاف "سياسي سازش" روان دی.

کمېشن د نوموړي د څرګندونو په غبرګون لا څه نه دي ویلي خو تر هغې مخکې یې په بیا بیا ویلي دي چې په خپلو چارو کې خپلواک او بې طرفه دی، د هېڅ ګوند یا ډلې ملاتړ یا مخالفت نه کوي او ټولې پرېکړې له قوانینو او ایین سره سمې کوي.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. په پاکستان کې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ډان وايي، هغه اداره په ۱۹۷۴ز کال کې جوړه شوې وه چې د کابینې ډېوېژن یا څانګې تر انتظامي کنټرول لاندې ده. ورځپاڼه وايي، د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

کمېشن څه د پاسه یوه میاشت مخکې، د سېپټېمبر پر ۱۹مه د قضیې فیصله محفوظه کړې وه.

هغه مقدمه د پاکستان اېتلافي حکومت په اګست کې په انتخاباتي کمېشن کې دایره کړې وه او پکې پر پخواني وزیراعظم تور پورې شوی دی چې د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر مهال یې د هغو ډالیو او پیسو ذکر نه دی کړی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له توشه خانې اخیستي او یا یې د هغو ډالیو د خرڅلاو له لارې ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG