د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي حکومت یې له پوځ سره د جنګولو هڅې کوي


عمران خان په لاهور کې د یوې ولسي غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
عمران خان په لاهور کې د یوې ولسي غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان تور پورې کړی دی چې اوسنی اېتلافي حکومت یې د ګوند او پوځ د جنګولو سازشونه کوي.

نوموړي د سېپټېمبر پر شپږمه په پېښور کې د قامي اسمبلۍ د ۳۱مې حلقې د ضمني انتخاباتو د کیمپېن جلسې ته په وینا کې پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) ته په اشاره وویل چې هغوی "هڅه کوي چې په یوه طریقه د پاکستان تر ټولو لوی سیاسي ګوند له پوځ سره وجنګوي. وړومبی غواړي چې ما نااهله کړي او دویمه هڅه یې دا ده چې د پوځ پرضد د پروپیګنډې له لارې مو له پوځ سره په جنګ واړووي او بیا مو له عدلیې سره په جنګ واړوي. هغوی غواړي چې د پاکستان ادارې د تحریک انصاف خلاف شي."

عمران خان وايي د اسلام اباد پر لوري د لاریون پرېکړه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:03 0:00

عمران خان بې له ثبوت ورکولو دعوه وکړه چې حکومت پوهېږي چې "کله هم انتخابات وشي، بایلي یې" نو ځکه اوس "سازشونه کوي"، د ده د نااهله کولو لارې چارې لټوي او ورباندې بېلابېلې مقدمې جوړوي. "پېښوریانو، په عدالت کې یې له ما ترهګر جوړ کړی دی، دا اوس ستاسې مخې ته ترهګر ولاړ دی."

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۲۰مه نوموړي خپلو پلویانو ته په وینا کې یوې قاضیې ته ګواښ کړی وو. تر هغې وروسته د عمران خان پرضد مقدمه دایره شوې وه چې پکې د ترهګرۍ ضد د مجازاتو قانون ماده هم شامله ده.

پېښوریانو، په عدالت کې یې له ما ترهګر جوړ کړی دی، دا اوس ستاسې مخې ته ترهګر ولاړ دی.
عمران خان

په پي ډي اېم کې هغه ګوندونه شامل دي چې د عمران خان د وزیراعظمۍ پر مهال یې د هغه پرضد احتجاجي تحریک چلولی وو.

پي ډي اېم او د پاکستان اېتلافي حکومت د نوموړي د تازه څرګندونو په غبرګون رسمي دریځ نه دی ورکړی خو تر دې مخکې یې په بیا بیا د هغه تورونه بې بنسټه بللي دي او وايي چې هغه د هېواد د بې ثباته کولو هڅې کوي.

د پاکستان پوځ په تېرو وختونو کې په بیا بیا ویلي چې له سیاسي چارو سره هېڅ سروکار نه لري او څوک دې یې پکې د ښکېلولو هڅې هم نه کوي.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر څلورمه په فیصل اباد کې جلسې ته د تحریک انصاف د مشر وینا غبرګونونه وپارول. عمران خان په هغه جلسه کې هم د پېښور انتخاباتي کیمپېن غونډې په څېر څرګندونې کړې وې. ده هغه مهال بې له ثبوت وړاندې کولو تور پورې کړ چې د مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند مشران د خپلې خوښې د پوځ مشر ټاکل غواړي ځکه چې هغوی درغلي کړې او په دې توګه ځانونه ژغورل غواړي.

دواړو ګوندونو په بیا بیا د درغلۍ تورونه رد کړي دي او د پاکستان پوځ هم د عمران خان پر څرګندونو "سخته حیرانتیا" وښوده او هغه یې غیر ضروري بللې وې.

وزیراعظم شهباز شريف او د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري هم د عمران خان پر څرګندونو نيوکې کړې وې.

شریف د سېپټېمبر پر پینځمه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي ول چې عمران خان د پوځ او مشرتابه د بدنامولو هڅې کوي.

زرداري هم پر هغې ورځ پر ټوېټر په بیان کې بې له ثبوت وړاندې کولو تور پورې کړی چې عمران خان د پاکستان کمزوري کولو لپاره له "بل چا ټېکه" اخیستې ده.

پخواني وزیراعظم عمران خان په اپرېل کې له واکه تر ګوښه کېدو وروسته احتجاجي غونډو او لاریونونو ته دوام ورکړی دی او د انتخاباتو غوښتنه کوي.

د پاکستان اېتلافي حکومت وايي، ټوله توجه د اقتصاد سمولو ته ورکوي او انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر خپل وخت کېږي.

XS
SM
MD
LG