د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا په پښتونخوا ورګډولو وروسته د خنډونو ختمولو لپاره کمېټۍ جوړه شوې


پاکستان حکومت ویلي چې د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو وروسته چې کوم انتظامي خنډونه مخې ته راغلي د هغو د له منځه وړلو لپاره يې کمېټۍ جوړه کړې ده.

په اسلام اباد کې د سېشنبې پر ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د وفاقي کابینې غونډه وشوه چې پکې د نورو چارو ترڅنګ په خېبرپښتونخوا کې د ورګډ کړل شويو قبايلي سيمو په اړه يوه کمېټې جوړه شوه.

کمېټۍ د دفاع وزير پروېز خټک ،د وزیر اعظم سلاکار ارباب شهزاد، د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمودخان او د خېبرپښتونخوا ګورنرباندې مشتمله ده.

د کابینې ترغونډې وروسته د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدري خبريالانو ته وويل چې دوی دوی ژمنه کړې وه چې په واک کې تر راتلو وروسته به په لومړيو سل ورځو کې په خېبر پښتونخوا کې د فاټا شاملولو وروسته رامنځ ته شوي خنډونه له منځه وړي او دوی اوس په دې لړ کې يوه کمېټۍ جوړه کړې ده.

موږ ژمنه کړې وه چې په واک کې تر راتلو وروسته به په لومړيو سل ورځو کې په خېبر پښتونخوا کې د فاټا شاملولو وروسته رامنځ ته شوي خنډونه له منځه وړو او موږ اوس په دې لړ کې يوه کمېټۍ جوړه کړې ده.
فواد چوهدري

د پخوانۍ قبایلي سیمې خېبر څخه د پاکستان تحریک انصاف له خوا قامي اسمبلۍ ته ټاکل شوي استاذي اقبال اپریدي مشال راډيو ته وويل چې دوی کړې ژمنه پوره کوي.

نوموړي زياته کړه چې تر انضمام وروسته چې د ولسمشر له خوا يو موقتي قانون يا انټرم رېګولېشن جاري کړل شوی وو چې دده په وينا د قبايلي سيمو د اوسېدونکيو غوښتنو سره سم نه وو.

نوموړي زياته کړه چې د مسلم ليګ نوازپخواني حکومت دا هم ويلي وو چې په قبايلي سيمو کې به بلدياتي ټاکنې کېږی خو د دوو مياشتو تېرېدو سربيره هم دا ټاکنې ونشوې.

دده په وينا، دا هم ويل شوي وو چې تر انضام يو کال وروسته به د صوبايي اسمبلۍ انتخابات کېږي خو په دې اړه لاهم څه کار نه ترسترګو کېږي.

د مسلم ليګ نواز پخواني حکومت ويلي وو چې په قبايلي سيمو کې به بلدياتي ټاکنې کېږی خو د دوو مياشتو تېرېدو سربيره هم ونشوې.
اقبال اپريدی

البته اقبال اپريدي ادعا وکړه چې په صوبه او مرکز کې د دوی حکومت دی نو اوس به دغه کارونه سر ته رسوي او چې کوم خنډونه دي هغه به ليرې کوي.

د پاکستان مسلم لیګ نواز پخواني حکومت سږکال د مې پر ۲۵ مه له پارلېمانه د قانون په منظورولوسره فاټا په خېبر پښتونخوا ورګډه کړې وه.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت علما اسلام فضل الرحمن ډلې په پارلیمان او دباندې ددې مخالفت کړی وواو غوښتنه يې کړې وه چې پر دې موضوع دې په قبايلي سيمو کې رېفرنډم وشي.

XS
SM
MD
LG