د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پخوانۍ فاټا د ترقۍ لپاره د یوې ځانګړې کمیټۍ منظوري


د پاکستان قامي اسمبلۍ وداني
د پاکستان قامي اسمبلۍ وداني

د پاکستان قامي اسمبلۍ د فبرورۍ پر دویمه د پخوانۍ فاټا د ترقۍ لپاره د یوې ځانګړې کمیټۍ منظوري ورکړې وه.

له خیبره د قامي اسمبلۍ غړي اقبال افریدي د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، دوی د پارلېماني چارو وزیر مملکت علي محمد خان په واسطه د کمیټۍ د جوړولو وړاندېز وکړ چې د اسمبلۍ ټولو غړیو په یوه خوله منظور کړ. نوموړي وویل دا د هغو کوششونو کړۍ ده چې قبایلو سیمو ته دې ترقي ورکړل شي او د علاقې د ضرورتونو مطابق، په شفافه توګه هلته فنډونه استعمال شي.

نوموړي وايي:

"په قامي اسمبلۍ کې د ځانګړې کمیټۍ ګام مو چې اخیستی، دا د هغه علاقې د ترقۍ، بیا ودانۍ او په شفافه ډول د وسایلو تقسیم لپاره شوی. اصل مقصد دا دی چې له سیمې نه د قامي اسمبلۍ غړي دې ته پام وکړي او وګوري چې ایا هلته چې کام ترقیاتي سکیمونه دي، ورته یې ضرورت شته که نه؟ دا سکیمونه په میریټ دي که نه؟ چې څه ترقي کیږي د تناسب په حساب یې تقسیم سم دې که نه د مالدارو خلکو پر کلیو او سیمو کې کېږي."

قبایلي سیمې د ۲۰۱۸ز کال په مې کې د اییني ترمیم وروسته په خیبر پښتونخوا کې شاملې شوې.

د پخوانۍ فاټا د انضمام پر وخت فیصله شوی وه چې قبایلي سیمو ته به د سالانه ترقیاتي بجټ علاوه په این ایف سي ایوارډ کې ۳ فیصده برخه ورکول کېږي.

خبریال صفدر داوړ مشال راډیو ته وویل چې په قبایلي ضلعو کې تر اوسه د احتساب او د کره کتنې ( چیک اینډ بیلنس) څه مضبوط نظام نه شته نو نه ګڼي چې دا کمیټي به موثره ثابته شي.

نوموړي وايي:

"زموږ امید وو چې تقریباً یو کهرب ، ۲۴ اربه روپۍ به په پخوانۍ فاټا کې خرچ کېږي چې ډېر ښه رقم دی. دویمه مسله دا ده چې ایا دا روپۍ په سمه توګه خرچ کېږي که نه؟ په دغو دواړو څیزونو د چیک اینډ بیلنس لپاره یوه داسې اداره هم نشته چې موږ ووایو دا موثره ده یا ښه کار به وکړي. موږ غواړو داسې ادارې جوړې شي او پخوانۍ قاټا ته ترقي ورکړي خو مځکني حقایق جدا دي او څه په نظر نه راځي، بس یوازې غونډې کېږي."

د قبایلي سیمو اوسېدونکي د مختلفو فورمونو له لارې له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی د نورو مسلو د حل کولو تر څنګ د سیمې د ترقۍ لپاره اعلان شوی پروژې باېد عملي شي.

اقبال افریدي د کمیټۍ د جوړښت په اړه وویل چې په راتلونکو ورځو کې به یې د غړیو تعین وشي چې وروسته به د فنډونو په موجودګۍ، تقسیم او د ضرورتونو په اړه غونډې کېږي.

نوموړي وايي:

"اوس به په لږو ورځو کې په راتلونکي اجلاس کې د دې د ممبرانو تعین وشي. بیا چې څومره ډیولپمنټ ډیپارټمنټس دي ، هغوی به راغواړو، فنډونه به یې چیک کوو، په علاقه کې به یې تقسیم چیک کوو. حکومت نه به په سالانه پي ایس ډي پي ( پبلیک سیکټر ډیویلپمنټ پروګرام ) کې د دغو علاقو لپاره فنډونه غواړو چې چېرته د سالانه ترقیاتي فنډ نه د هغوی ضرورتونه نه پوره کېږي."

افریدي وویل چې پخوانۍ فاټا د قبایلي سیمو او سرحدي چارو وزارت لاندې وه خو د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کې د شاملېدو وروسته د سیفران وزارت او قایمه کمیټۍ اختیارات هغه نه دي پاتې چې اوس به له دغه کمیټۍ سره وي.

د پارلېماني چارو وزیر مملکت علي محمد خان د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د کمیټۍ وړاندیز ورکولو پر مهال د وزیراعظم عمران خان دریځ تکرار کړ چې حکومت یې د قبایلي سیمو ترقۍ او ټولنیزې خېرښېګړې ته ژمن دی.

علي محمد خان زیاته کړه چې خیبر پښتونخوا او پنجاب اېن اېف سي ایوارډ ته خپله درې فیصده حصه ورکولو ته تیار دي.

XS
SM
MD
LG