د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ضلعو ته حکومت پام نه کوي: سېنېټران


دوی وايي، د پرمختیا لپاره د کارخانو چلولو په ګډون د ګڼو کارونو لپاره ګېس ډېر ارزښت لري خو د قبایلي ضلعو زیاترو سیمو ولس له دې محرومه دی.
دوی وايي، د پرمختیا لپاره د کارخانو چلولو په ګډون د ګڼو کارونو لپاره ګېس ډېر ارزښت لري خو د قبایلي ضلعو زیاترو سیمو ولس له دې محرومه دی.

له قبایلي ضلعو سره تعلق لرونکي ځینې سېنېټران او د مدني ټولنو غړي وايي، حکومت دې یې په سیمو کې د ګېس پروژو ترڅنګ د پرمختیا لپاره کړې ژمنې پوره کړي.

دوی دا څرګندونې له هغې وروسته د سېپټېمبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وکړې چې د سېپټېمبر پر ۲۸مه د پاکستان د سېنېټ د سرحدي چارو یا سیفران قایمه کمیټۍ په غوڼده کې اړونده ادارو ته امر شوی چې قبایلي ضلعو ته دې د ګېس رسايي په مد کې دې کارونه وکړي.

د دې غونډې ګډونوال او سېنېټر هلال الرحمن مشال راډیو ته وویل، د فاټا انضمام پر مهال حکومت په پارلېمان کې ژمنې کړې وي چې قبایلي ضلعو کې به د ګېس ترڅنګ یو شمېر نورې پرمختیايي پروژې پیلوي خو پر دې خبرو یې هېڅ عمل نه دی کړی.

نوموړي زیاته کړه، شاوخوا یو کال وړاندې اېس اېن جي پي ایل کمپنۍ (سويي نادرن ګېس پایپ لاین لمیټډ) په مومندو، باجوړ، خیبر او کورمه کې ګېس پایپونو په حوالې سره سروې کړې وه خو د دې پروژې لپاره د وفاقي او خیبر پښتونخوا حکومتونو ترمنځ پر پیسو لانجه ده نو ځکه پرې کار نه دی پیل شوی.

ده زیاته کړه: "صوبايي حکومت دا ژمنې کړې وې چې د انرژی په شعبه کې به د قبایلي ضلعو لپاره پیسې مختص کوي خو اوس چې موږ د صوبايي حکومت پوښتنه کوو نو هغوی وايي چې موږ به له دې ځانګړی کېس جوړوو او صوبايي کابینې ته به یې استوو چې هغوی دا منظور کړي. او د خیبر پښتونخوا د خزانې وزارت دې دا ومني چې د ګېس پروژو پیسې به د ګېس کمپنۍ اېس اېن جي پي ایل ته ورکوي. نو تر څو چې دا مسله ختمه شوې نه ده او دا پریکړه نه ده شوې چې څومره پیسې به په کوم کال کې ورکول کېږي نو د ګېس په پروژو کار نه شې پیلېدای."

هلال الرحمن دا هم وویل چې په ۲۰۰۸و ۱۰ز کالونو کې د پاکستان پیپلز پارټۍ حکومت قبایلي ضلعو ته د ګېس سهولت ورکولو لړ کې د کابینې له لارې منظوري ورکړې وه خو د ناسمو حالاتو له وجې پرې عمل ونه شو.

نوموړي وايي اوس شاوخوا یو کال وړاندې د ګېس کمپنۍ لخوا د سروې کېدو وروسته یوازې د مومندو لپاره به لوی پایپ لاین نوي کلومیټره او د کلیو لپاره وړوکی پایپ لاین ۴۰۰ کلومیټره وي او پر دې به دوه اربه ۶۵ کروړه روپۍ لګښت راځي.

په خیبر کې مدني فعال منظور اپرېدي بیا مشال راډیو ته وویل چې د قبایلي ضلعو خلک هم د پاکستان د نورو برخو غوندې ګېس ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه:" که په قبایلي ضلعو کې د تېلو سروې شوې ده او هلته د تېلو لویې ‌ذخیري دي نو چیرته چې تېل وې هلته ګېس هم وي. قبایلي ضلعې هم اوس د ملک د نورو برخو په شان د پاکستان په ایین کې شاملې کړل شوې نو باید چې هغوی ته هم د بجلۍ او ګېس حق ورکړل شي."

په وروستیو کې په کوهاټ، کرک او هنګو کې د ګېس ذخیرې موندل شوې وې او د قبایلي ولس په وینا له دې ګټه پورته کېدای شي.

مدني فعال نظام داوړ بیا وايي چې د پرمختیا لپاره د کارخانو چلولو په ګډون د ګڼو کارونو لپاره ګېس ډېر ارزښت لري خو د قبایلي ضلعو د زیاترو سیمو ولس له دې محرومه دی.

له اورکزو څخه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی غازي غزن جمال هغه تورونه رد کړی چې ګواکې موجوده حکومت په قبایلي ضلعو کې د ګېس پروژو په ګډون د پرمختیا لپاره هلې ځلې نه کوي.

نوموړي وايي: " سويي ناردرن ګېس پایپ لاین کمپني وفاقي اداره ده نو زه خو پر دې نه پوهېږمه چې له دې سره د صوبايي حکومت د فنډز څه کار دی."

ده زیاته کړه: که سېنېټران دا خبره کوي چې صوبايي حکومت پیسې نه ورکوي نو دا خو د وفاقي حکومت کار دی."

بلخوا وزیراعظم عمران خان د سېپټېمبر پر ۲۸مه قبایلي ضلعو ته د سفر پر مهال په دې سیمو کې د ترقیاتي کارونو لپاره د فنډز ورکولو ژمنې کړي دي. خو د ځايي خلکو په وینا تر دا اوسه خو یوازې د ترقیاتي کارونو ژمنې اوري، عملي کارونه یې په سترګو نه دي لیدلي.

XS
SM
MD
LG