د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د ترقیاتي کارونو وعدې نه پوره کوي: د قبایلي ضلعو استازي


حکومت په قبایلو کې پرمختیايي کارونه نه کوي: اپوزیشن
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:09 0:00

حکومت په قبایلو کې پرمختیايي کارونه نه کوي: اپوزیشن

د قبايلي ضلعو استازي وايي حکومت يې په سيمو کې ډېر کم ترقياتي فنډونه لګولي دي.

ځينې پارليماني استازي یې وايي، په خیبر پښتونخوا کې د ګډولو پر وخت د ترقياتي کارونو کړې ژمنې نه عملي کېږي.

د دوی په وينا حکومت د پروسږ کال په بجټ کې د قبايلي ضلعو لپاره چې کوم ترقياتي فنډ ځانګړي کړي ول نو په تېرو ۶ مياشتو کې يې په هغه کې تر اوو فيصدو هم کمې یاني څه نا څه پنځه اربه روپۍ لګولې دي.

وفاقی حکومت د ۲۰۱۹-۲۰م په بجټ کې د قبايلي ضلعو لپاره درې اتيا اربه روپۍ د کلني ترقياتي پروګرام په مد کې بېلې کړې وي.

د جميعت علمای اسلام ف ګوند پارليماني استازی مفتي شکور وايي قبايلي ضلعې د خیبر پښتونخوا برخه جوړېدو وروسته د توانايۍ، ماحولياتو، صنعت و تجارت، خوراک او معدنياتو په ګډون يوشمېر نورو محکمو تر اوسه يوه روپۍ په قبايلي ضلعو کې نه ده لګولې.

د نوموړي وينا وه حکمرانانو خو به ويل چې قبايلي ضلعې دخیبر پښتونخوا برخه جوړېدو وروسته په يادو ضلعو کې به ترقياتي کارونه نور هم تېز کړي خو انضمام وروسته نه خو يې په سيمو کې کوم سکولونه، هسپتالونه او سړکونه جوړ کړل شول او نه يې کوم نور ترقياتي کارونه وکړل.

د پاکستان پارلېمان د خیبر پښتونخوا تېرې اسمبلۍ او پخواني صدر ممنون حسېن د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې په پای کې هغه اييني بدلون منظور کړ چې ورسره سم قبايلي سيمې د خیبر پښتونخوا برخه شوې.

پاکستان تحريک انصاف ګوند په واک کې له راتلو وروسته څو وارې ویلي ول، قبايلي ضلعو لپاره به هر کال په اېن اېف سي ايوارډ کې د سل اربه روپیو نه زياتې بېلوي او دا رقم به د يادو ضلعو په ترقي خرچ کوي.

د شمالي وزيرستان پارليماني استازی محسن داوړ وايي په قبايلي ضلعو کې د ترقياتي کارونو اندازه له دې لګېدلی شي چې وفاقي حکومت په تېرو شپږو مياشتو کې ۱۲ اربه ۳۴ کروړه روپۍ جاري کړي دي او په هغه کې يې هم تر نيمايي کمې لګولې دي.

خو د حکمران ګوند د خیبر ضلعې پارليماني استازې اقبال اپريدی بيا وايي د سکيمونو منظورۍ او د هغې لپاره فنډ په جاري کولو وخت لګېږي، حکومت د يوشمير پروژو منظوري ورکړې او ډېر ژر به پرې کار شورو شي.

د نوموړي په وينا په پاتې شپږو مياشتو کې به د حکومت کوښښ وي له ولس سر کړې وعدې پوره کړي او زياتې پروژې سرته ورسوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG