د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د فاټا انضمام پس هم د قبایلي ولس بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي'


د فاټا انضمام لپاره په پېښور کې پرلت: ۲۰۱۸، ۷م اکتوبر
د فاټا انضمام لپاره په پېښور کې پرلت: ۲۰۱۸، ۷م اکتوبر

د قبایلي سیمو ولس ماڼی کوي، د پخوانۍ فاټا د اېف سي ار تر قانون لاندې چې یې څنګه بشري حقونه تر پېښو لاندې کېدل او اوس هم هغه شان د اېف سي ار په نشتون کې یې د بنیادي انساني حقونو سرغړونه روانه ده او لوی غم یې دا دی چې هېڅوک یې غږ هم نه اوري.

له باجوړه سماجي کارکونکی او د ځونانو جرګې یو مشر سید صدیق اکبر مشال راډیو ته وویل، چې د تعلیم او صحت په ګډون له نورو یو شمېر بنیادي حقونو څخه بې برخې دي.

د ده په خبره په قبایلي سیمو کې ورسره شوې ناانصافي له ورایه جوتېږي، پرمختګ او ترقي یې نشته، کالجونه، پوهنتونونه او ښه روغتونونه نشته. درغلي او بدامني ده، ځای په ځای هدفي وژنې کېږي. نه قاتل نیول کېږي نه د قتل وجه مالومېږي. د دې مخنیوی پکار دی.

نن په نړۍ کې د انساني حقونو نړیواله ورځ لمانځل کېږي. په دې ورځ ولس ته پوهاوی ورکول کېږي چې هغوی پر خپلو بنیادي حقونو خبر شي، خپل حقونه وپېژني.

په پخوانۍ فاټا کې بیا بیا د بینادي انساني حقونو په نه ملاوېدو ګوتې اوچتې شوې دي او د مختلقو تنظیمونو لخوا غوښتل شوي چی باید په پاکستاني ایین کې راغلي ګرد حقونه دوی ته ورکړل شي.

د تکړه قبایلي خویندو سازمان د خیبر ضلعې یوې مشرې ناهید اپرېدۍ د ښځو حقونو په باب وايي، دوی تمې او هیلې درلودې چې کله فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډه شي نو د دوی حقونه به خوندي شي، د دې په وینا چې د بشري حقونو په حواله هېڅ بدلون نه ترسترګو کېږي.

د دې په خبره چې ښځو ته نه سماج حقونه ورکوي او نه هم ریاست ورته د ښه او اسانه زده کړو موقع برابرې کړې. ښځې نه له سیاسي پلو حقونه لري او هم حکومت ورته حقونه ورکوي. د دې په خبره ښځو ته په جاییداد کې حق نه ورکول کېږي.

ناهید اپرېدۍ وايي د فاټا په خیبر پښتونخوا له ورګډېدو پس دوی خوشبینه ول چې ښځو ته به خپل حق ملاو شي، خو لا هم داسې اداری نشته چې دوی پکې د خپل حق غوښتنه وکړي.

د مومندو اوسېدونکی او سیاسي کارکن شاه سوار مومند وايي چې قانون شته خو حق ورکونه نشته.

شاه سوار مومند زیاتوي چې قبایلو به تل ځان ته ازاد ولسونه ویل خو له بده مرغه دا ازادي یې په پښو کې ځولنې وې، ځکه چې دې تش په نامه ازادۍ دوی پرمختګ ته نه پرېښول. نوموړی زیاتوی د پاکستان نورو ښاریانو ته چې کوم حقوق ورکول کېږي هغه دوی ته نه ملاوېږي.

له باجوړه د تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړی ګلداد خان وايي له باجوړه تر وزیرستانه ټوله پټۍ په لویه پښتونخوا (خیبر پښتونخوا) کې شامله شوې ده او د دوی وړوکي، لویان، نارینه او زنانه ته به خپل حق ملاوېږي. او زیاته یې کړه چې تل به د انساني حقونو لپاره غږ اوچتوي.

د قبایلي سیمو ولس بیا وايي د فاټا له ختمیدو وروستو خوشبین ول چې دویی ته به د بیان ازادي، صحت، معاش، تعلیم او نور حقونه ورکړل شي، خو تر دې دمه ډېرې داسې ادارې قبایلي ضلعو ته نه دي غځېدلې چې دوی د خپل حق غږ او شکایت ورورسوي.

د بشري حقونو نړیوالې ورځې په تړاو ملګرو ملتونو ویلي چې په سږني ۲۰۲۰ کال کې د کوویډ-۱۹ وبا پر مهال په جهاني کچه د ډېری خلکو بینادي انساني حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

XS
SM
MD
LG