د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر پوتين د روسيې تر واک لاندې اوکراينیو سيمو کې پوځي قانون نافذ کړی


پوتین د اکتوبر پر ۱۹مه د ملي امنیت شورا انلاین غونډې پر مهال.
پوتین د اکتوبر پر ۱۹مه د ملي امنیت شورا انلاین غونډې پر مهال.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین په هغو څلورو سیمو کې پوځي قانون (مارشل لا) نافذ کړی چې ځینې برخې یې د روسیې د ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ځواکونو د هېواد په ختیځ کې د قبضه شویو سیمو ازادولو ته دوام ورکړی دی.

پوتین د اکتوبر پر ۱۹مه د روسيې د امنیت شورا په انلاین غونډه کې وویل چې هغه د اوکراین په دونېڅک، لوهانسک، خېرسون او زپورېژيا کې د مارشل لا د نفاذ فرمان لاسلیک کړ.

روسیې د اوکراین پلازمېنه او نور ښارونه په نښه کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

دا ټولې هغه سيمې دي چې روسيې تېره میاشت په "غیرقانوني ډول" له ځان سره ګډې کړې. پوتين په سمدستي توګه هغه ګامونه نه دي بيان کړي چې تر مارشل لا لاندې به اخیستل کېږي، خو و یې ویل چې د هغه امر د اکتوبر پر ۲۰مه له ځايي ۱۲ بجو څخه نافذېږي.

د اوکراین ور اخوا سیمو ته د فرمان په غځولو دا اقدام باور ورکوي چې نور روسان به هم په خپل ژوند کې د جګړې پایلې په لا ژوره توګه احساس کړي.

د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر د مشر يو سلاکار میخایلو پدولیاک د پوتین دا اقدام "د اوکراینیانو د شتمنیو لوټلو یوه جعلي قانوني کارروايي" بللې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG