د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ولسمشر وايي، له روسیې څخه یې ۲۹ کلي بیرته نیولي دي


ولسمشر وولوديمیر زیلېنسکي دا څرګندونې د اکتوبر پر اوومه کړې دي.
ولسمشر وولوديمیر زیلېنسکي دا څرګندونې د اکتوبر پر اوومه کړې دي.

د اوکراین ولسمشر وولوديمیر زیلېنسکي وايي، د هغه هېواد په ختیځه برخه کې یې ۲۹ ښارګوټي ازاد کړي چې د ده په وینا، ۷۷۰ مربع کیلومیټره پراخوالی لري.

ولسمشر وولوديمیر زیلېنسکي دا څرګندونې د اکتوبر پر اوومه پر داسې مهال کړې دي چې د روسیې او اوکراین د بشري حقونو ادارو په شریکه د نوبل د سولې سږنۍ جایزه وګټله.

د اوکراین لخوا چې تازه کوم ۲۹ ښارګوټي ازاد شوي، شپږ پکې په لوهانسک سیمه کې دي. لوهانسک د اوکراین له هغو څلورو سیمو یوه ده چې روسیې په غیرقانوني ډول له ځانه سره یو ځای کړې دي.

روسیې دا ګام تر هغې نظر پوښتنې یا ریفرینډم وروسته پورته کړی وو چې د اوکراین ولسمشر ورته تش په نامه نظر پوښتنه وايي.

ولسمشر زیلېنسکي په خپله وینا کې دا هم وویل چې دا اوونۍ هغوی د هیواد له جنوبي برخو هم ښې پایلې لرلې.

بل پلو، د روسیې دفاع وزارت د اکتوبر پر اوومه وویل چې ځواکونو یې په دونيڅک سیمه کې لېمان ښار ته نېږدې د اوکراینیو ځواکونو پرمختګونه پر شا تنبولي دي.

یاد وزارت دا هم ویلي چې په نورو سیمو کې یې هم له اوکراینه درې کلي بیرته نیولي دي.

د روسیې دفاع وزارت همدا شان خبر ورکوي چې ځواکونو یې په خېرسون سیمه کې هم په څو کلیو کې د اوکراینیو ځواکونو پرمختګ ټکنی کړی دی. دا هغه راپورونه دي چې په خپلواکه ډول یې سپیناوی ناشونی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG