د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتيکا مېشتي وزيرستانيان د انګور اډې او غلام خان لارو خلاصېدل غواړي


خلک په انګور اډه کې د دروازې خلاصېدو ته انتظار کوي
خلک په انګور اډه کې د دروازې خلاصېدو ته انتظار کوي

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې میشت وزیرستاني کډوال وايي د پاکستان پوله ساتونکي سرتیري یې نه پر انګور اډه او نه هم د خوست پر غلام خان لاره تګ او راتګ ته پريږدي.

دوی وايي د کورنیو نیمايي غړي يې وزیرستان کې دي او ښو بدو کې تګ راتګ ته اړتیا لري، خو نه څوک هغه لوري ته پرېښودل کیږي او نه يې له هغه ځایه د افغانستان لوري ته ورپریږدي.

وزیرستانی کډوال رحمت الله پاکستان ته د اوښتو لپاره د خپلو ماشومانو او ښځوو سره په انګور اډه په تمه دی. نوموړی د سپتمبر په دولسمه مشال راډيو ته وويل: "دلته مې د انګور اډې د ګېټ په خوا کې د انتظار لسمه ورځ ده. ایسار یو، واړه ماشومان او تورسرې راسره دي. نه مو پر انګور اډه پریږدي او نه مو پر غلام خان پریږدي. د خدای لپاره موږ ته دې د تګ څه لاره جوړه شي."

پاکستان افغانستان سره د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او وېزې درلودل لازمي کړې دي. په برمل کې اوسېدونکي وزیرستاني کډوال که څه هم پاکستاني شناختي کارډونه لري خو دوی د وېزې او پاسپورټ نه درلودو له وجې پاکستان ته نه شي ننوتلی.

ګلامير خان په دې اړه مشال راډيو ته وويل چې په تېرو کلونو کې هم ورته اجازه نه ورکول کېدله چې وزیرستان ته ورشي. "موږ ته پاکستان شناختیان راکړي دي. د شمالي وزیرستان مربوط یو. د پاکستاني پوځ د عملیاتو اته کاله وشول خو موږ اوس هم خپلو سیمو ته نه شو تللی."

په برمل کې يو میشت وزیرستانی کډوال زروات خان مشال راډيو ته وويل چې د وېزې او پاسپورټ شرط بايد د دوی لپاره نه وي ځکه چې دوی ځايي خلک دي. هغه زیاته کړه چې نیمه کورنۍ یې په وزیرستان او نیمه کورنۍ يې په برمل کې اوسیږي خو نه دوی ورتللی شي او نه هغوی.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې عمليات وکړل. له جګړې او عملياتو په لسګونو زره کورنۍ د خيبر پښتونخوا بېلابېلو برخو او په زرګونو یې خوست او پکتيکا ته کډه شوې. په دوی کې که څه هم ځينې يې بیرته خپلو سیمو ته ستانه کړل شوي خو لا هم ډير په برمل او ګلان کې اوسيږي.

په پکتیکا کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې دوی د پاکستان لوري سره بیا، بیا اړیکې نیولي او هڅه يې داده چې خلکو او په ځانګړې ډول ناروغ لرونکو ته په تګ راتګ کې اسانتیاوې برابرې شي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي محمدامین حذیفه په دې اړه مشال راډيو ته وويل چې په دې هکله یې پاکستاني چارواکو سره بیا بیا بحثونه شوي خو لا هم څه نتيجه مخې ته ده راغلي. پاکستاني چارواکو په دې اړه لا څه نه دې ويلي.

XS
SM
MD
LG