د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا کې د ذهني ناروغيو غټ لاملونه څه دي؟


د پېښور په يو روغتون کې د يو ذهني ناروغ درملنه کېږي (انځور له ارشيفه)

هر کال د اکتوبر ۱۰مه د ذهني يا رواني صحت د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. سږکال یې موضوع او مقصد دا دی چې وايي د نړۍ د هر وګړي لپاره ذهني روغتیا او هوساینه بايد لومړيتوب وګرځول شي.

په پاکستان کې دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې ترهګرۍ، سیاسي ناکرارۍ، خراب اقتصاد او قدرتي افتونو د دې هېواد د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.

په پېښور کې د ذهني ناروغيو پوه، ډاکټر میا افتخار حسین وايي، په خيبرپښتونخوا کې که له يوې خوا د کورونا جهاني وبا او له وجې يې لګول شويو محدوديتونو د خلکو ژوند ګران کړی وو نو له بلې خوا د صوبې ناامنه حالات هم د ذهني ناروغانو په شمېر کې د اضافې سبب شوي دي.

نوموړی زياتوي: "یو عمومي انګزایټي ډېسارډر دی. يعنې يو څوک هر وخت وېره احساسوي، زړه یې درزېږي او خوله یې وچېږي. ځينې کسانو ته بيا پینېک ډېسارډر وشي. معنا دا چې ناڅاپه پر يو چا وارخطايي راشي. د دې ترڅنګ د فوبيا يا وېرې نور بېلابېل شکلونه هم دي. يو څوک د ګڼې ګوڼې په ځای کې وېرېږي. ډېپریشن هم عام دی، چې ښکار کس يې د ژور خپګان په حالت کې وي، ويده کېدی نشي، لوږه يې ورکه شي. د ډېپريشن يو ناروغ تن اکثره وخت د ځانوژنې هڅه کوي. د ذهني ناروغيو بله لويه وجه په نشو، په ځانګړې توګه، په ايسو روږدي کېدل دي."

د صحت نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) د یوه رپورټ له مخې، په پاکستان کې ذهني ناروغۍ د نورو ټولو روغتیايي ستونزو څلور فیصدي جوړوي. د ادارې په خبره، په پاکستان کې ښځې د ذهني ناروغيو زياتې ښکار کېږي.

په پېښور کې د ذهني مرضونو د علاج د يوه مرکز مشره خوله اسماعیل وايي، په خیبر پښتونخوا کې د پام وړ شمېر ښځې د کورنيو ستونزو له کبله د ډېپريشن ناروغانې دي. د نوموړې په خبره، په سیمه کې د ځنيو ټولنیزو بندیزونو او د روغتیا د اړینو اسانتیاو د نیشتوالي له وجې د ذهني ناروغه ښځو درملنه نه کېږي.

د دې په خبره، د ښځو لپاره د علاج د نشتوالي له وجې د کورنۍ ناچاقۍ او تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي. خوله اسماعيل زياتوي چې له هرو څلورو مېرمنو څخه چې د دې مرکز ته د علاج لپاره ورځي، دوه يې د کورنيو ستونزو له وجې د ذهني صحت له مسلو سره مخامخې وي.

د رواني ناروغيو درملنه او خنډونه

د ذهني رنځونو د درملنې په لار کې لوی خنډ د خلکو ناپوهي او د هغوی وهمونه بلل کېږي.

په اسلام اباد کې د ذهني صحت د یو روغتون ډاکټر فضل الرحمان وايي، ډېری کسان د خپلو ذهني مسلو په اړه خبره نه کوي او دا ځکه چې خلک يې بيا لیوني بولي او ځان ترې لیرې ساتي.

د نوموړي په خبره، د يو شمېر ذهني ناروغيو علاج ډېر په اسانه کېدای شي. ډاکټر فضل الرحمان زياتوي چې د سيمې اکثره ذهني ناروغان پر ځای د دې چې پر وخت يو مستند ډاکټر ته لاړ شي، په زیارتونو او تعویذونو پسې ګرځي، چې له کبله یې درملنه سمه و نشي او ټولنیزې ستونزې ترې جوړې شي.

ډاکټر میا افتخارحسین د خپلې کاري تجربې په رڼا کې وايي چې د خیبر پښتونخوا په زياتره روغتونونو کې د ذهني ناروغانو د درملنې اسانتياوې نشته. د ده په خبره، دا ستونزه بيا د صوبې د قبایلي ضلعو په روغتونونو کې ډېره ده. نوموړی زیاتوي چې د دې مسلو د حل لپاره په حکومتي روغتیايي پالېسیو کې بدلون او د صحت او تعليم په برخو کې زياتو پيسو لګولو ته اړتيا ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وينا، په پاکستان کې شاوخوا ۲۴ مېليونه ذهني ناروغان اړینو روغتیايي اسانتياو ته لاسرسی نه لري. د سازمان شمېرې ښيي چې په پاکستان کې د یو لک خلکو لپاره د ذهني صحت په برخه کې یو ډاکټر دی چې د سازمان په خبره، دا د مشرقي مېداتراني سیمې او د نړۍ د يو شمېر نورو هېوادونو د هغې په پرتله ډېره کمه شرح ده.

XS
SM
MD
LG