د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو پر مسلو په هجره او جومات کې بحث په کار دی: ډاکټر رفعت سردار


د ډاکټرې رفعت سردار په وینا، جماعتونه شته ، حجرې شته په کار دی چې په دې ځایونو کې په دې اړه بحثونه وشي.
د ډاکټرې رفعت سردار په وینا، جماعتونه شته ، حجرې شته په کار دی چې په دې ځایونو کې په دې اړه بحثونه وشي.

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د وضعيت په اړه حکومتي کميشن وايي، په کار ده چې د ښځو د حقونو په اړه د پښتنو په حجرو، جماعتونو او ټولنه کې پراخ بحث وشي.

دا خبره د یاد کمېشن مشرې ډاکټر رفعت سردار د جنورۍ پر ۲۳مه له مشال راډیو د خبرو پرمهال وکړه.

نوموړې په خیبر پښتونخوا کې له ښځو سره د مبینه امتیازي سلوک او پر ضد يې د تشدد مخنيوی لپاره د حکومت پر ګامونو خبرې کولې.

نوموړې وویل، يوازې حکومت ذمه وار نه دی خلک دې په خپله هم ذمه واري واخلي.

د ډاکټرې رفعت سردار په وینا، جماعتونه شته ، حجرې شته په کار دی چې په دې ځایونو کې په دې اړه بحثونه وشي.

دې وویل، "ما چې په دارالامان کې له څومره نجونو پوښتنې کړې دي‌ چې کورونو ته ولې نه ځی نو هغوی وايي‌ چې که لاړې شو نو کورنۍ به مو ووژني."

نوموړې زیاته کړه چې په دې لړ کې زیات ضرورت د سړیو د پوهاوي دی چې نجونو ته د خپلې خوښې د ودونو اجازت ورکړي او چې چا په خپله خوښه ودونه کړي‌ دي‌ هغوی ته معافي ورکول په کار دي.

د خیبر پښتونخوا د حکومت د ټولنیزې خير ښېګړې ادارې یا سوشل ويلفير ډيپارټمنټ په یو تازه رپورټ کې ويل شوي چې په تیرو پنځو کالو کې تر پنځه زره زیاتې ښځې د سرپناه لپاره د صوبې دارلامانونو ته ورغلې دي.

په رپورټ کې ویل شوي‌ چې دوی د ټولنيزې ناانصافۍ ، په وړو عمرونو کې د ودونو ، طلاقونو ، کورني تشدد ، جسماني او روحي ځورونو تر څنګ د غیرت په نامه د وژنو د خطر له امله کورونه پرېښي دي.

په پېښور کې د ښځو د حقونو فعاله شګفته بي بي وايي چې دا رپورټ د دې ثبوت دی چې ښځې نورې د تشدد او ځورونو پرضد چوپ نه پاتي کيږي.

د دې په وینا، هغوی په دارلامان کې پناه اخلی او عدالتونو ته ځي چې انصاف واخلي.

د سوشل ويلفير ادارې په رپورټ کې ویل شوي‌ چې دا مهال د سوات په داالامان کې ۱۸۵۰ په مردان کې ۱۷۶۰ په ايبټ اباد کې ۱۰۰۹ او په پيښور کې ۸۶۹ ښځې اوسیږي.

د بشري حقونو د غیر حکومتي ادارې بليو وينز صوبايي مشر قمر نسیم وايی چې په اصل کې د دا ډول ځورول شویو ښځو حقيقي شميره ډیره زیاته ده.

نوموړی وايي‌ چې په صوبه کې د دارلامانونو د کموالي له امله حقيقي شمیره نه په ډاګه کيږي.

د پیښور هاي کورټ وکیله مهوش محب کاکا خیل وايي چې دارلامان د هغو ښځو لپاره خوندي سر پنا ده چې د مرګ له خطر سره مخامخ وي.

د مدني فعالې شګفته ګل په خبره د ښځو پر ضد تشدد یا ټولنیزه ناانصافي د يوې رويې نوم دی خو له وخت سره سره د دغه رویو پرضد د ښځو اواز پیاوړی کيږي.

د خيبر پښتونخوا د سوشل ويلفير ادارې د دارالامانونو د څانګې مشر خالد خان د جنورۍ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې دا ډیره د خفګان خبره ده چې کومه ښځه یو ځل دارالامان ته ورشي نو بیا يې خپله کورنۍ ډیره په ګرانه خپلوي.

د ښځو د وضعيت په اړه د حکومتي کميشن مشره ډاکټر رفعت سردار وايي چې دا مهال په دارالامانونو کې هم ښځې له يو شمیر ستونزو سره مخامخ دي.

د دې په وینا، په دې اړه يې تیره میاشت د دارالامانونو تر معاينو وروسته يو جامع رپورټ حکومت ته حواله کړی دی.

نوموړې وویل چې په دې رپورټ کې یې حکومت ته د قانون سازۍ ، په درالامانونو کې د مسلکي‌ کارکوونکو کمی، قانوني او نفسیاتي مرستو سره سره د معیاري استوګنې د سهولتونو په اړه ستونزې په ګوته کړې دي.

XS
SM
MD
LG