د لاسرسي ځای

تازه خبر

''پاکستان حکومت دې ذهني ناروغه بندیان نه زندۍ کوي''


انساني حقونو څار نړیوالې ادارې (هیومن رایټس واچ) د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې په ذهني ناروغیو اخته قيدیانو ته دې د مرګ سزا نه ورکوي. یادې ادارې د نومبر په ۳۰ مه جاري کړي خپل رپورټ کې د ذهني ناروغه ځینو قېدیانو په یادولو ویلي چې پاکستاني عدالتونو د مرګ سزا ځنډولو او د هغوی د طبي معاینې لپاره احکامات جاري کړي دي.

دا رپورټ وايي په دغه ډول یوه طبي معاینه کې ثابته شوې چې ۵۰ کلن سلیم احمد ذهني ناروغ دی. نوموړی له څوارلسو کلونو راهیسې په زندان کې دی او د تېر کال په نومبر کېیې په په عدالتي امر پانسۍ کېدنه وځنډول شوه.

دا راز سږ کال په اپریل میاشت کې سپریم کورټ د کنیز فاطمه او امداد علي د مرګ سزا ته هم د ذهني ناروغۍ په تناظر کې د بیا کتنې حکم کړی دی. کنیز فاطمه له ۲۹ کلونو راهیسې په جېل کې ده او وکیل یې وايي چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې یې خبرې نه دي کړي. د نوموړې وکیل زیاتوي چې هغه په خوراک څښاک کې هم له مشکلاتو سره مخامخ ده. د کنیز فاطمه او امداد علي د مقدمې اورېدنې پر مهال د سپریم کورټ چیف جسټس ویلي وو، عقل او دلیل دا اجازات نه ورکوي چې ذهني ناروغانو ته دې پانسي ورکړل شي.

هیومن رایټس واچ په خپل دې رپورټ کې لیکي دي، اول خو د مرګ سزا ډېر ظالمانه عمل دی او پکار ده چې ختم کړل شي خو بیا ذهني ناروغه تن ته په پانسۍ ورکولو به پاکستان له هغو نړیوالو قوانینو سرغړونه وکړي چې دا هېواد ورته ژمن دی. د ملګرو ملتونو د انساني حقونو څانګه او د انساني حقونو نړیوال مبارزین وايي د مرګ سزا په ورکولو د ذهني ناروغه انسان د هغو حقونو خلاف ورزي کیږي چې پکې ویل شوي، له دوی سره به ظلم او غیر انساني چلند نه کیږي او نه به یې سپکاوی کیږي.

د پاکستان په جېلونو کې دا مهال له ۸۰۰۰ څخه زیات کسان د پانسۍ د سزا په انتظار دي، دا هېواد یو له هغو دی چېرته چې د مرګ د سزا کچه ډېره لوړه ده.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG